د لبنان لومړي وزیر د استعفا کولو ګواښ کړی

د انځور حقوق AP
Image caption تمام سلام د حکومت د نسکورېدو خبرداری ورکړی

په داسې حال کې چې د لبنان پلازمېنه بیروت کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري، ددغه هېواد لومړي وزیر تمام سلام له خپلې دندې د لاس په سر کېدو ګواښ کړی دی.

په لومړي سر کې خلکو پر حکومت نیوکې کولې، چې خځلنۍ د بیروت واټونه په سر اخیستي دي، چې د لاریونیانو په اند دا د حکومتي چارواکو د بې کفایتۍ او فساد پایله ده.

د لبنان لومړي وزیر تمام سلام د تېرې یکشنبې په ورځ (اګست ۲۳) وروسته تر هغه د استعفا کولو ګواښ وکړ، چې د دویمې ورځې لپاره زرګونه قهرېدلي لاریونیان د بیروت واټونو ته راووتل.

ښاغلي سلام په تلوېزیوني وینا کې وویل: ''ګواښ کوم که چېرې دا وضعیت روان وي، د سختې نارامۍ لوري ته به مو پښې وڅکول شي.''

پولیسو د لاریونیانو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن غاز کارولی او د اوبو شیندلو له ماشینونو یې ګټه اخیستې ده.

تر اوسه د پولیسو او لاریونیانو په اخ او ډب کې لږترلږه لسګونه کسان ټپیان او ژوبل شوي دي.

د انځور حقوق AP

لبنان وروسته تر هغه نارامه شو، چې ولسمشر او پارلمان یې په سیاسي اړدوړ کېوتل.

بې ولسمشره هېواد

که چېرې تمام سلام استعفا وکړي، په هېواد کې روان وضعیت پر یوه خطرناک کړکېچ بدلېدلی شي، چې د لبنان د اساسي قانون پربنسټ، لومړی وزیر د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، حال دا چې دا څه باندې یو کال لبنان بې ولسمشره و.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق n

بل خوا، د ولسمشر ټاکل د سیاسي ډلو تر هوکړې پورې تړلی عمل دی، چې د ډېرو په اند یوازې د ایران او سعودي عربستان په منځګړیتوب دا کار ممکن دی.

ښاغلي سلام ویلي، که چېرې د روانې اونۍ د کابینې په غونډه کې رامنځ ته شوې ستونزه حل نه شوه، د لبنان حکومت چې له ډېرو پورونو سره مخامخ دی، د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخېدلی شي.

تمام سلام دا ګواښ هم ورکړی و، چې حکومت شاید راتلونکې میاشت د خپلو کاروونکو مزدوري ورنه کړای شي.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب