اسد د ایران او روسیې د ملاتړ په دوام 'ډ‌اډمن' دی

اسد د انځور حقوق EPA
Image caption ایران او روسیه ټینګار کوي، چې ښاغلی اسد باید د سیاسي حل لارې یوه برخه وي.

د سوریې د شاوخوا څلور کلن کړکېچ د هوايي په موخه د تازه دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې چې د سوریې د ولسمشر د راتلونکي په اړه کېږي، بشار الاسد ویلي، د ایران او روسیې د ملاتړ په داوم 'ډاډمن' دی.

ښاغلي اسد دا خبرې د لبنان شیعه حزب الله ډلې له ''المنار'' تلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي، چې وايي، ایران او روسیه به یې پرې نه ږدي.

پر همدې مهال، فرانسې ویلي د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د سوریې د مشر ''بې اغېزه کول'' اړین دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي: ''موږ باید د اسد د واک له دوام پرته د ترهګرو نفوذ کم کړو. دا دواړه سره نژدې اړیکي لري.''

ایران او روسیه ټینګار کوي، چې ښاغلی اسد باید د سیاسي حل لارې یوه برخه وي.

خو اسد وايي، د حل یوازېنۍ لاره دا ده، چې نړۍ د ''ترهګرو'' له ملاتړه لاس واخلي.

په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، د ښاغلي اسد له لوري تشریح شوي ټکي نه دي بدل شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې کړکېچ او کورنۍ جګړه کې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان وژل شوي

په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د حکومت پرضد اړدوړ پیل شو، چې بیا وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه. په دې جګړه کې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان ووژل شول.

د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا له بېلابېلو ډلو سره د سولې او جوړجاړي د خبرو لپاره یولړ هڅې او وړاندیزونه کړي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګڼ سوري وګړي اروپا ته تښتېدلي دي

خو ښاغلي اسد په مرکه کې د ملګرو ملتونو استازی په بې پرې والي تورن کړی دی.

ورته مطالب