د عراق رمادي کې موټر بم بريد دوه جنرالان وژلي

د انځور حقوق
Image caption عراقي ځواکونه چې د دغه ښار د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي ډېر سوکه پرمختګ کوي

په عراق کې پوځي چارواکي وايي له رمادي ښار سره نژدې په يوه موټر بم بريد کې د پنځو وژل شويو کسانو په مينځ کې دوه عراقي جنرالان هم شامل دي.

جنرال عبدالرحمان ابو رغيف د امبار په ولايت کې د پوځي عملياتو مرستيال و او سفين عبدالمجيد د فرقې قومندان و.

اسلامي دولت ډله پر رمادي ښار چې له پلازمېنې بغداد نه کابو ۱۰۰ کيلومتره لرې دی له تېرو څو مياشتو راهيسې ولکه لري.

عراقي ځواکونه چې د دغه ښار د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي ډېر سوکه پرمختګ کوي.

يوه پوځي چارواکي يحی رسول حکومتي تلوېزيون ته ويلي چاودنه هغه مهال وشوه، چې امنيتي ځواکونو په چاودېدونکو توکو بار موټر ته د درولو اشاره وکړه.

ښاغلی رسول وايي امنيتي ځواکونو فکر کاوه، چې موټر بم دوی په نښه کوي او په پايله کې همداسې وشول.

دی وايي په دغه بريد کې لږترلږه ۱۰ کسان نور ټپيان شوي دي.

د رمادي بېرته نيولو جګړه کې د امنيتي ځواکونو او پوليسو ترڅنګ شيعه ملېشې، سني قبايلي جنګيالي او د امريکا په مشرۍ ايتلاف ولاړ دي.

اسلامي دولت ډلې په مې مياشت کې رمادي ښار له امنيتي ځواکونو سره له سختې جګړې وروسته ونيو او زرګونه کسان د جګړې له وېرې له ښاره وتښتېدل.

په دې جګړې کې ماتې د عراقي ځواکونو لپاره د شرم وړ خبره وه.

هغه مهال د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر وويل دې ماتې وښوده چې عراقي ځواکونو کې د جګړې روحیه نه شته.

ښاغلي کارټر سي این این شبکې ته وويل سره له دې چې د عراقي ځواکونو شمېر د اسلامي دولت ډلې وسلوالو نه ډېر وو، عراقيانو له دغه ښاره وتل غوره وبلل.

دې ته په غبروګن کې د عراق لومړي وزير حيدر العبادي حيرانتيا وښوده ويې ويل ډېر ژر به دغه ښار بېرته ونیسي.

ورته مطالب