'د میندوارې ښځې خوراک ماشوم د زړه له ناروغۍ ژغورلی شي'

د انځور حقوق IAN HOOTON SCIENCE PHOTO LIBRARY

څېړونکي په دې آند دي چې که ښځې د میندوارۍ پر مهال ګټور خوراک وخوري، له زوکړې وروسته به یې په قلبي ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو شونتیا لږه وي.

د مور له خوا د سالمو خوراکونو د خوړلو اړیکه د راتلونکي ماشوم د زړه له روغتیا سره، په امریکا کې پر ۱۹ زرو ښځو له څېړنې وروسته جوته شوه. له دغو ښځو د میندوارۍ پر کال د هغوی د خوراکونو د ډول په هکله پوښتل شوي. د میندوارو ښځو لپاره تر ټولو ګټور خوراک تازه میوه، زړي، ترکاري او کبان دي.

تر دې وړاندې هم میندوارو ښځو او میندواره کېدونکو ښځو ته ویل شوي ول چې ځانګړي بشپړوونکي خوراکونه دې وخوري.

اکثراً په ورځنیو خوراکونو کې د بدن ټوله اړتیا نه بشپړېږي نو ځکه میندوارو مېرمنو ته توصیه کېږي چې هغه خواړه وخوري چې د دوی د وجود نیمګړتیا بشپړه کړي.

مُتخصصان د فولیک اسیدو خوړل چې په شنو پاڼو کې، ځګر او پښتورګو کې وي، د ماشوم له عیب او نیمګړتیا څخه د مخنیوي لپاره ګټور بولي او همدارنګه د قوي هډوکو او سالمو غاښونو لپاره پر ویتامن ډي ټینګار کوي چې ښه سرچینه یې لمر دی.

د انځور حقوق SPL

په انګلستان کې د یوه دولتي پروګرام له لارې چې "د روغتیا پیل" نومېږي میندوارو ښځو ته وړیا شیدي او ترکاري ورکول کېږي.

په یوې روغتیايي مجلې کې د یوې څېړنې چاپ شوې وروستۍ پایلې ښيي چې نیمايي نوو زېږېدلو ماشومانو د زړه ستونزې درلودې او نیمايي ماشومانو نه درلودې. کله چې څېړونکو د میندوارۍ پر مهال د هغوی د میندو د خوراک ډول ته کتنه وکړه او پرتله یې کړل نو ویې موندل چې د میندو سالم خوراک د ماشومانو د زړه د تکلیف په نه درلودلو نېغه اغېزه درلودلې وه.

په بریتانیا کې له زېږېدو سره قلبي ستونزه ډېره عامه ده. په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کې ۹ يې پر دې ستونزې اخته دي.

ځینې سربېرنې ستونزې لکه په زړه کې د سوریو ډولونه درملنې ته اړتیا لري او د وخت په تېرېدو ښه کېږي، خو ځینې نور یې کولی شي ډېر خطرناک وي.

په بریتانیا کې د زړه بنسټ وایي ځینې قلبي ستونزې د جینونو او یا کروموزومونو له معیوبوالي پیدا کېږي. خو ډ‌ېر مهال دا نه ده معلومه چې ولې د ځینو ماشومانو زړه په عادي ډول وده نه کوي.

د دغه بنسټ یوه غړې ویکټوریا ټایلر وايي د دوی وروستۍ څېړنې د ژوند په پیل کې د ښه خوراکي رژیم ګټې روښانوي.

هغه زیاتوي چې دا د دې تضمین نه شي کولی چې ماشوم به د زړه په ناروغۍ نه اخته کېږي خو ښځو ته دا ورزده کوي چې د میندوارۍ په مودې کې د ښو خوراکونو غوراوي ته پام واړوي.

ورته مطالب