د وینې آزموینه په سرطان د اخته کسانو ناروغي معلوموي

Image caption د وینې نوې آزموینه د زرګونو ښځو ژوند ژغورلی شي

یوې نوې طبي څېړنې موندلې ده چې د وینې معاینه کولای شي هغه سرطاني ناروغۍ معلومې کړي چې یو ځل یې وار دمخه درملنه شوې وي.

ډاکټران وايي له دې سره د ناروغانو درمنله مخکې له مخکې پيلېږي چې ورسره د ناروغ د ښه کېدو چانسونه هم ډېرېږي.

په لندن کې د سرطاني ناروغیو په یوه څېړنیز مرکز کې ساینسپوهانو اته میاشتې وړاندې د تي د سرطان نښې نښانې وموندلې. نور کله به ډاکټرانو داسې نښې نښانې د ناورغۍ له رامنځ ته کېدو اته میاشتې وروسته موندلې.

په دې څیړنه کې دا هم وموندل شوه چې د ۱۵ ښځو نه چې د تې د سرطان درملنه یې شوې وه او بیا پرې د اخته کېدو چانس یې ډېر و د ۱۲ یې مخکې له مخکې کارپوهانو نښې نښانې وموندلې چې بیا پرې اخته کېږي.

کارپوهان وايي اوس شونې شوې ده چې له مخکې معلومه کړای شي چې یو څوک بیا په سرطان اخته کېدای شي.

د سرطاني ناروغۍ د درملنې لپاره د تومر د لري کولو عملیات اړین دي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption ۱۵ ناروغان له درملنې وروسته بیا په سرطان اخته شوې خو د ۱۲ په اړه یې وار دمخه ډاکټران د وینې د معایناتو له لارې پوه شول چې بیا په سرطاني ناروغۍ اخته کېږي.

که څه هم د تومر جوړیدل له یوې حجرې پیلېږي خو که چیرته د بدن نورو برخو ته غځیدلی وی او د عملیاتو پرمهال لری نه شي نو کېدای شي چې انسان بیا د سرطان په ناروغۍ اخته شي.

په ترسره شوې څیړنه ۵۵ هغو ښځو چې سرطاني تومرونه یې غټ و او بیا په سرطان د اخته کېدو چانس یې ډېر و برخه اخیستې ده.

۱۵ ناروغان له درملنې وروسته بیا په سرطان اخته شوې خو د ۱۲ په اړه یې وار دمخه ډاکټران د وینې د معایناتو له لارې پوه شول چې بیا په سرطاني ناروغۍ اخته کېږي.

له دې سره اوس داسې هېلې ډېرې شوې چې که مخکې له مخکې د سرطاني ناروغۍ نښې نښانې وموندل شي نو د کیموتراپي په ګډون به یې درملنه ژر پیل شي چې ورسره د ناروغ د ښه کېدو چانسونه ډېرېږي

د انځور حقوق PA
Image caption ډاکټران وايي له دې سره د ناروغانو درمنله مخکې له مخکې پيلېږي چې ورسره د ناروغ د ښه کېدو چانسونه هم ډېرېږي.

ورته مطالب