اتریشي پولیسو یخچالي لارۍ کې تر ۷۰ ډېر مړي موندلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اتریشي پولیس وايي، دغه یخچالي لارۍ له هنګري سره پولې ته نژدې درول شوې.

د اتریش پولیس وايي، د هېواد په ختیځ کې یې د یوې یخچالۍ لارې په منځ کې تر ۷۰ ډېر مړي موندلي، چې غالباً کډوال به وي.

وړاندې د مړو شمېر د ۲۰ او ۵۰ ترمنځ اټکل شوی و.

دغه مړي پر یوه لار په یوه لارۍ کې، چې پرېښودل شوې ده، موندل شوي.

اتریشي پولیس وايي، دغه یخچالي لارۍ له هنګري سره پولې ته نژدې درول شوې.

د ځینو کسانو موړي ژوبل شوي.

د انځور حقوق BBC World Service

د سیمه ییزو پولیسو مشر ویلي، ظاهراً دې دغه کسان دوه ورځې وړاندې مړه شوي وي.

چارواکي دا هم وايي، غالباً دغه کسان مخکې له دې چې په یخچالۍ لارې کې له هنګري نه د اتریش خاورې ته ننوځي، مړه شوي دي.

په پام کې ده، چې نن (جمعې، اګست ۲۸مه)، پولیس د مړو شویو کسانو دقیق شمېر په یوه خبري غونډه کې اعلان کړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر دغه ناورین ددې څرګندويي کوي چې اروپايي اتحادیه د کډوالو د تلفاتو د څارنې او د انسانانو د قاچاق وړونکو له فعالیتونو سره د مبارزې لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا لري.

د انځور حقوق EPA

ورته مطالب