ایران کې 'محمد، د خدای پیغمبر' فلم نندارې ته وړاندې شو

د انځور حقوق Getty

په ایران کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد 'صلی الله علیه وسلم' د کوچینوالي په اړه جوړ شوی فلم د دغه هېواد په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

د فلم ډایرکټر مجید مجیدي وايي، د دغه فلم له جوړولو یې موخه دا ده چې په اسلامي نړۍ کې خلک یووالي ته راوبولي.

خو، ''محمد صلی الله علیه وسلم د خدای پیغمبر'' په نامه دغه فلم لانجمن ثابت شوی.

په فلم کې د حضرت محمد 'صلی الله علیه وسلم' د کرکټر د کوچینوالي غږ او سیوری انځور شوي دي.

په مصر کې د الازهر علماوو له دغه فلم سره مخالفت ښودلی و او په وار وار یې غوښتنه کړې وه چې باید نندارې ته وړاندې نه شي.

د الازهر پوهنتون علماوو د دغه فلم له هغو صحنو سره مخالفت ښودلی چې د اسلام پیغمبر کرکتر غږ او سیوری په کې انځور شوي دي.

د ازهر علماوو په فلم کې د پیغمبر په وړاندې شوي غږ هم نیوکه کړې ده، چې باید دا کار نه وای شوی.

د الازهر مرستیال مشر فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي: ''شاید د فلم ستوري چې دا رول لوبولی، وروسته په بل فلم کې د یوه جنایتکار په رول کې راڅرګند شي، همدا ده چې د کتونکو په ذهن کې د هغه جنایتکارانه انځور ځای ونیسي.''

د انځور حقوق
Image caption ویل کېږي دا د ایران د سینما په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه فلم دی، چې عربي، اردو او انګلیسي ژبو ته هم ژباړل شوی دی.
د انځور حقوق AFP

ویل کېږي دا د ایران د سینما په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه فلم دی، او څلوېښت میلیون ډالر لګښت پرې راغلی.

ددغه فلم صحنې د تهران په سوېل کې انځور شوې دي، چې عربي، اردو او انګلیسي ژبو ته هم ژباړل شوی دی.

په ۲۰۱۲ کې، قطر د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د ژوند فلم جوړولو هوډ کړی و. د قطر "النور" فلم جوړونې شرکت ویلي و، ددغه فلم د جوړولو لپاره یې اوس له نامتو اسلامي علماوو سره سلا مشورې پیل کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د فلم ډایرکټر مجید مجیدي وايي، د دغه فلم له جوړولو یې موخه دا ده چې په اسلامي نړۍ کې خلک یووالي ته راوبولي.

دغه فلم به درې برخې لري، چې وايي د جوړولو هدف یې په امریکا کې د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي فلم غبرګون ښودل شوی دی.

د فلم په جوړښت کې د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحادیې له رییس ډاکټر یوسف القرضاوي سره هم مشوره پیل شوې ده.

ښاغلی قرضاوي به د علماوو د ډلې مشري هم کوي.

ورته مطالب