د بریتانیا ملي کتابتون ولې طالب اړوند معلومات نه ساتي؟

Image caption د بریتانیا کتابتون د دغه هېواد ملي کتابتون دی، چې په ۱۷۵۳ کال کې جوړ شوی، په ۱۸۲۱ کال کې د بریتانیا پاچا درېیم جورج له دې کتابتون سره د کتابونو له پلوه خورا ډېره مرسته وکړه.

د بریتانیې ملي کتابتون یا، برېټش لایبرري، د طالبانو د غورځنګ په اړه د یو شمېر اسنادو له خوندي کولو ډډه کړې.

د کتابتون چارواکي وایي د بریتانیا د ترهګرۍ ضد قانون له مخې، دوی اجازه نه لري چې د ترهګرو ډلو په اړه مالومات راټول او یا خوندي کړي.

خو هغه څېړونکي چې دا مواد یې راټول کړي، له دې پرېکړې نهیلي شوي.

دوی ادعا کوي چې راټول شوي مواد د طالبانو غورځنګ په اړه په څېړنه کې ډېره مرسته کولی شي.

لیکوال او څېړونکی الکس سټرک وان لنشوټن چې ددغې پروژې مشري یې پرغاړه درلوده وايي، د بریتانوي پوهنتون پر دې پرېکړه، چې نه غواړي دغه اسناد له ځان سره ثبت کړي، نهیلی شوی دی:

''په دې کې د بم جوړولو یا کومو نورو چاودېدونکو په اړه معلومات نه شته. خو په منځ کې یې داسې اسناد دي چې کولی شي د تاریخ په پوهېدو کې له خلکو سره مرسته وکړي؛ هغه که افغانان وي چې غواړي د خپل معاصر تاریخ په اړه معلومات پیدا کړي یا بهرنیان چې غواړي د طالبانو په اړه ځانونه وپوهوي.''

دی وايي، دا ټول تحقیقي آثار دي او داسې څه پکې نه شته، چې د بم جوړولو کې مرسته ترې واخیستله شي.

د نوموړي په وینا، دا اسناد له هغو څېړونکو او پلټونکو سره، چې غواړي د طالبانو د تحریک په باب څېړنې وکړي، ډېره مرسته کولی شي.

دی زیاتوي، هر هغه څېړونکي چې غواړي ددغه غورځنګ په اړه څه ولیکي، هغوی د طالبانو په اړه یوڅه لومړنیو معلوماتو ته اړتیا لري.

د انځور حقوق BBC World Service

د ښاغلي لنشوټن په وینا، د بریتانیا قانون اوس داسې دی، چې ډېر وخت څېړونکي نه شي کولی چې داسې موادو ته لاسرسی پیدا کړي.

ملنډې

د ډبلین پوهنتون پروفیسر جیمز فیټنز فیتز جرالد چې د ترهګرۍ په اړه پر یوه ژورنال کار کوي، وايي د بریتانیا د پوهنتون دغه پرېکړه په بشپړه توګه ملنډې دي.

دی پر حکومت تور لګوي او وايي د ترهګرۍ ضد قانون یې ډېر جدي کړی او له دې کبله څوک د ترهګرو ډلو په اړه څېړنو ته هم زړه نه شي ښه کولای.

په بریتانیا کې د ترهګرۍ خلاف د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۶ کلونو د قانون له مخې، هېڅوک نه شي کولی د ترهګرو ډلو په اړه معلومات راټول او وساتي.

د انځور حقوق Other
Image caption دا کتابتون د نړۍ په ډېرو کمیابه نسخو سربېره، میلیونونه کتابونه لري او په نړیواله کچه هره ورځ تر ټولو ډېر لوستونکي همدې کتابتون ته ورځي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دې کتابتون کې لږترلږه د تېرو دوه سوه کلونو پخواني کتابونه، مجلې او ژورنالونه موجود دي.

د بریتانیا کتابتون د دغه هېواد ملي کتابتون دی، چې په ۱۷۵۳ کال کې جوړ شوی، په ۱۸۲۱ کال کې د بریتانیا پاچا درېیم جورج له دې کتابتون سره د کتابونو له پلوه خورا ډېره مرسته وکړه.

په دې کتابتون کې لږترلږه د تېرو دوه سوه کلونو پخواني کتابونه، مجلې او ژورنالونه موجود دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په نړیواله کچه هره ورځ دغه کتابتون ته تر ټولو ډېر لوستونکي ورځي

دې ته ورته نور غږیز او چاپي اسناد هم په دې کتابتون کې راټول شوي.

دا کتابتون د نړۍ په ډېرو کمیابه نسخو سربېره، میلیونونه کتابونه لري او په نړیواله کچه هره ورځ تر ټولو ډېر لوستونکي همدې کتابتون ته ورځي.