اندونیزیا کې کښتۍ کې ګرځنده بانک

Image caption . تمه کېږي چې د دغو بانکونو له جوړیدو او فعالیت سره د اندونیزیا اقتصادي حالت چې په وروستو کې خراب شوی وده وکړي

آیا بانک ته تګ ستاسو لپاره ستونزمن دی؟

که وي نو دا به څنګه وي چې بانک تاسو ته درشي؟

دا هغه څه دي چې په اندونیزیا کې ترسره کېږي. دا چې د ۱۷ زرو کوچنیو ټاپوګانو هېواد دی هغه کسان چې په لرې پرتو سیمو کې اوسیږي بانکونو ته لاسرسی ورته ستونځمن دی.

خو د بي ار آی په نامه دولتي بانک هڅه کوي چې د خلکو دغه ستونزه هواره کړي. دا چې څنګه، د بي بي سي خبریاله کاکي سریګار په خپل رپوټ کې کاږي، چې اوتن جاوا ټاپو د پلازمینې جاکارتا برخه ده خو لری دی او د ژوندانه ډېرې اسانتیاوې په کې نشته.

د اندونیزیا په میلیونونه وګړي له لویو ښارونو لرې پرتو سیمو کې اوسیږي. دلته دوی بانکي خدمتونو ته یا هیڅ لاسری نه لري او یا هم ډېر محدود.

همدا څو اونۍ مخکې پورې په اوتن جاوا ټاپو کې چا بانکي خدمتونو ته منظم لاسرسی نه درلود. خو دولتي بانک بي ار آی خلکو ته د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یو بانک چې په کشتۍ کې جوړ شوی هر ورځ له یوه ټاپو نه بل ته او له بل نه بل ته استوي.

اندونیزیا د څه باندې ۱۷زرو ټاپوګانو هېواد دی، ډېری خلک د اوتن جاوا ټاپو په څېر لرې ځایونو کې اوسېږي، ځکه نو دوی ته په کشتۍ کې د بانک راتګ ډېر مهم دی او له دوی سره د بانکي چارو په برخه کې یوه لویه مرسته ده.

د سیمې اوسیدونکي وايي د کشتۍ بانک ورسره ډېره مرسته کوي ځکه چې دوی له خپلو بانکي حسابونو د پېسو ایستلو لپاره نه اړ کېږي چې جاکارتا ته لاړ شي. عزیز د اوتن جاوا ټاپو سیمه ییز دوکاندار دی:.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نړیوال بانک د شمېرو له مخې د اندونیزیا ۳۶ سلنه خلک بانکي حسابونه لري

'زه په کشتۍ کې به بانک نه ډېره ګټه اخلم، خو کاشکې چې دا بانک هره ورځ زموږ ټاپو ته راتللی.'

دا هیله یوازې د عزیز نه ده. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې د اندونیزیا ۳۶ سلنه خلک بانکي حسابونه لري. بي ار آی یوازینې بانک دی چې په اندونیزیا کې په کشتۍ کې خلکو ته بانکي خدمات وړاندې کوي.

خو په کشتۍ کې د دې کرځنده بانک جوړول هم اسانه چاره نه وه بلکې د ډېرو ننګونو له ګاللو وروسته دا شونې شوه. ځکه چې د کشتۍ د څرنګوالي نه نیولې د بانک تر امنیت پورې ډېر ننګونې وې چې باید هوارې شوې وای.

خو یوه ننګونه چې کله کله دغه بانک ورسره مخامخ کېږي د هوا د خرابوالي ده. د بي ار آی بانک یو تن مسوول واحیو ادي تاینیټو په دې هکله وايي.

'زموږ بانکي چارې اب هوا پورې تړلې دي. که هوا خرابه وي موږ فعالیت نه شو کولای.'

پر دې سربېره یوه بله ننګونه د خلکو د پوهاوي ده چې د بانکونو په استعمال یې پوه کړای شي، خو هیله دا ده چې د څو کلونو په موده کې به ډېر خلک په کشتۍ کې د ګرځنده بانک له خدماتو سره اشنا وي.

بي ار آی بانک ادعا کوي چې د نړۍ په کچه یې په لومړي ځل په کشتۍ کې د بانکي خدماتو وړاندې کول پیل کړي او غواړي چې په راتلوونکو کلونو کې کشتۍ کې د بانکونو شمېر ډېر کړي. تمه کېږي چې د دغو بانکونو له جوړیدو او فعالیت سره د اندونیزیا اقتصادي حالت چې په وروستو کې خراب شوی وده وکړي.