د نیمې ورځې یوه سترګه خوب مو ''ژوند ژغورلی شي''

د انځور حقوق Thinkstock

په یوه نوې څېړنه کې له غرمنۍ وروسته یوه سترګه خوب کول'قیلوله' د وینې د فشار کمولو کې او بالاخره د مغزي او د زړه د حملې په مخنیوي کې ګټور ثابت شوی دی.

دغه څېړنه د اروپايي ژورنال د زړه ناروغیو اړوندې مجلې کې خپره شوې ده.

د څېړنو پایلې ښودلې ده، چې غرمه مهال نیم ساعت یا ډېر خوب کول د زړه ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګټور ثابتېږي.

په دې څېړنه کې چې په یونان کې ترسره شوې ده، نژدې ۴۰۰ کسانو، چې ۲۰۰ یې نارینه او ۱۸۶ یې ښځې وې او د وینې د فشار ستونزه یې لرله، ګډون کړی دی.

په څېړنه کې دا هم ویل شوي، هغه څوک چې د ورځې په اوږدو کې یوه اندازه خوب کوي، د هغو کسانو پرتله یې فشار نورمال وي، چې کرۍ ورځ ویښ او په کار بوخت وي.

د آتن اسکلپیون فولا عمومي روغتون څېړونکو ویلي، د غرمې هغه خوب (قیلوله) چې تر یوه ساعت ډېرېږي، ګټه یې هم زیاتېږي.

د انځور حقوق Thinkstock

په څېړنه اصلي سړي مانولیس کالیسټراتوس ویلي، سمه ده چې د ورځې او کار په اوږدو کې د غرمې خوب ته وخت نه موندل کېږي، خو ښه به دا وي چې دغه لرغونی دود عملي شي.

په اسلام کې قیلوله (د غرمې خوب) کولو ته مسلمانان هڅول شوي، چې د حدیث پربنسټ ''د غرمې خوب وکړئ؛ ځکه چې شیطانان یې نه کوي.''