آیا پاکستان به درېیم لوی اتوم لرونکی هېواد شي؟

د انځور حقوق BBC World Service

د امریکا دوو مشهورو مرکزونو ''کارنیګي'' او ''سټیمسن'' پخپل یوه راپور کې د پاکستان پوځي او اتومي ځواک څېړلی دی.

په راپور کې راغلي، پاکستان هر کال ۲۰ اتومي سروکي جوړوي، په دې معنا چې تر راتلونکو درو لسیزو پورې به د امریکا له متحدو ایالتونو وروسته د نړۍ درېیم لوی اتوم لرونکی هېواد وي.

امریکايي کارپوهان پر دې اند دي چې اسلام آباد دا هڅې د خپلې ګاونډي، خو نیمه دښمن هند پر وړاندې د ځان پیاوړي کولو په موخه کوي.

هند هم د اتومي وسلو لرونکی هېواد دی.

په راپور کې ویل شوي، پاکستان دا مهال د هند پروړاندې د اتومي وسلو په جوړولو او پراختیا ورکولو کې چټک ګامونه اخلي.

څارونکي وايي، د دوی د معلوماتو پربنسټ، پاکستان اوسمهال د هند د ۱۰۰ اتومي سروکو پروړاندې نژدې ۱۲۰ پوځي اتومي سروکي لري.

راپور وايي، پاکستان ځکه په اتومي هڅو کې ډېروالی راوستی، چې اسلام آباد په پراخه کچه او لوړ کیفیت د بډایه شویو یورانیمو زېرمې لري.

راپور وايي، پاکستان له دغو یورانیمو نه د اتومي وسلو په جوړښت او پراختیا کې کار اخلي.

په راپور کې دې ته هم اشاره شوې ده، چې پاکستان به د روانې لسیزې تر پایه ۳۵۰ اتومي سروکي ولري، یا دا چې د ۲۰۲۵ کال تر راتګ پورې به دا کچه پوره کړي.

د انځور حقوق AP

د راپور جوړوونکو د معلوماتو پربنسټ، که چېرې پاکستان اتومي فعالیتونو ته دوام ورکړي، نو له امریکا او روسیې وروسته به د نړۍ درېیم لوی اتوم لرونکی هېواد وي.

دا مهال امریکا او روسیه زرګونه اتومي سروکي لري.