بلوچستان: د ګوادر سیمې پر جیواني هوايي ډګر برید شوی دی

د انځور حقوق
Image caption د مخابراتي سیسټم له منځه تلو له کبله د الوتنو تګ راتګ نظام کې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی پرویز جارج

د پاکستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، د بلوچستان ایالت ګوادر سیمې پر جیواني نومي هوايي ډګر برید شوی دی.

د چارواکو په وینا پېښه کې یو کارکونکی وژل شوی او یو انجنیر تښتول شوی دی.

د دغې ادارې ویاند پرویز جارج بي بي سي ته ویلي، چې برید کې تخنیکر خلیل الله وژل شوی دی او د الکترونیکي برخې یو مشر الطاف حسین ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا الیکټرونیکي انجنر محمودالله بریدګرو له ځان سره بیولی دی.

د هغه په وینا ټپي شوی کارکونکی د الوتکې له لارې د درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول کېږي، چې په وینا یې الوتکه به یې له غرمې مخکې کراچۍ ته ورسیږي.

د ویاند په خبره لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د جیواني هوايي ډګر مخابراتي سیسټم نژدې له منځه تللی دی.

خو نوموړی وايي د دغه برید له کبله او یا هم د مخابراتي سیسټم له منځه تلو له کبله د الوتنو تګ راتګ نظام کې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.

'د الوتنو تګ راتګ نظام کې کوم بدلون یا خنډ نه راځي، ځکه موږ د دغې چارې لپاره یو بیک اپ سیسټم لرو.'

د پرویزجارج په وینا دغه برید د یکشنبې په ګهیځ نژدې ۴ بجې ترسره شوی، خو وايي د بریدګرو د شمېر په اړه لا هم کره معلومات نه لري.

جیواني هوايي ډګر د پاکستان او ایران تر منځ د پولې سیمې ته نژدې موقعیت لري.