''اسلامي دولت'' د سوریې تدمر ښار 'بل' معبد یوه برخه نړولې

تدمر لرغونی ښار د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل دی. د انځور حقوق AFP
Image caption تدمر لرغونی ښار د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل دی.

رپوټونه وایي چې ''اسلامي دولت'' نومې ډلې د سوریې تدمر 'پالميرا' په لرغوني ښار کې د یوه معبد ځینې برخې نړولې دي.

په برتانیا کې مېشتې د بشري حقونو د څار سوریایي ډلې او د ښار اوسېدونکو ویلي، اورپکو د ''بل'' لرغوني رومی معبد په چاودېدونکو توکو الوځولی دی.

اوسېدونکو ویلي د چاودنې زیان ډېر دی.

تېره اوونۍ اورپکو د همدې ښار د ''بعل شمین'' په نامه ‎بل معبد نړولی و.

''اسلامي دولت'' ډلې په مې کې د تدمر کنټرول ترلاسه کړ او وېره وه چې دوی به دا ودانۍ ونړوي.

د تدمر یوه اوسېدونکي ویلي وسله والو د معبد د ننه ډېر چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او بیا یې چوولي دي.

د سوریې حکومتي چارواکي او د نظام مخالفو فعالانو تېره اونۍ وویل، ''اسلامي دولت'' ډلې یو لرغونپوه په عام محضر کې اعدام کړ او سر یې ترې غوڅ کړ، مړی یې پر یوې تاریخي ستنې پورې وځړاوه.

Image caption د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو په تدمر کې د 'بعل شمین' په نامه مشهور معبد نړولی و
د انځور حقوق Getty
Image caption تدمر تاریخي ښار د سوریې په ختیځ کې د پلازمېنې دمشق پر یوه سړ او د دیرالزور ښار څنګ ته پروت دی.
د انځور حقوق AFP
Image caption یونیسکو په سوریه کې په لوی لاس د تاریخي آثارو له منځه وړل یو جنګي جرم بللی دی.

پر تدمُر ښار د ''اسلامي دولت'' ډلې تر واکمنېدو وروسته، ددغې ډلې وسله والو د دویمې زیږدیزې پېړۍ د زمري د سر یوه تاریخي مجسمه هم ویجاړه کړه، ترڅنګ یې دوه اسلامي زیارتونه هم والوځول او دا یې ''د شرک نښې'' وګڼلې.

''اسلامي دولت'' په تېره مې میاشت کې تدمر ښار ونیو، چې په دې سره د تاریخي آثارو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

تدمر تاریخي ښار د سوریې په ختیځ کې د پلازمېنې دمشق پر یوه سړک او د دیرالزور ښار څنګ ته پروت دی.

دغه تاریخي ښار د نړۍ له مشهورو کلتوري میراثونو ګڼل کېږي، چې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې هم ثبت شوی.

یونیسکو په سوریه کې په لوی لاس د تاریخي آثارو له منځه وړل یو جنګي جرم بللی دی.

د انځور حقوق
د انځور حقوق

''اسلامي دولت'' وړاندې عراق کې هم له اسلام وړاندې ځینې تاریخي ځایونه ړنګ کړي دي.

د پالميرا یوه اوسېدونکي اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي ''ټول ځای یې ویجاړ کړی، خښتې او ستنې ټولې پر ځمکې پرتې دي.''‎ هغه زیاته کړې ''چاودنه دومره لوړه وه چې کاڼه هم اورېدلی شوی'' د ده په وینا اوس یوازې د معبد دېوال پاتې دی او بس.

بریتانوی تاریخپوه ډن کروکشنک د پالميرا ښار د لرغونوالي په اړه وايي چې دا له اسلام څخه وړاندې د دغې سیمې تمدن او ثقافت ښيي:

''دا په رښتیا هم د لرغونې نړۍ له پاتې شوو یوه ډېره ښایسته سیمه ده. کله چې د دمشق څخه د ختیځ پر لور سفر کوئ، لېرې په دښته کې وینې چې آبادي ښکارېږي، دفعتاً مو پام کېږي چې یوه جادويي سیمه، له لوړو ستنو سره ستاسې وړاندې ولاړه ده.''

د انځور حقوق
Image caption تدمر تاریخي ښار د سوریې په ختیځ کې د پلازمېنې دمشق پر یوه سړ او د دیرالزور ښار څنګ ته پروت دی.
د انځور حقوق AFP
Image caption دغه تاریخي ښار د نړۍ له مشهورو کلتوري میراثونو ګڼل کېږي، چې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې هم ثبت شوی.

ښاغلي کروکشنک د ''اسلامي دولت'' دغه اعمال فرهنګي او سیاسي ترهکري بولي. دی وايي په نمرود او نورو سیمو کې تجربې وښودله چې دغې ډلې یوازې مجسمې نه ورانوي، دوی مهندسي او ودانۍ هم ورانوي:

''که موږ پالميرا له لاسه ورکړو، موږ راتلونکی نسل د یوه ښکلي او الهام ورکوونکي ځای له لیدو بې برخې کوو.''

تدمر لرغونی ښار

  • د یونیسکو د نړیوال میراث یوه برخه
  • تدمر (پالمیرا) په لرغوني پېر کې د نړۍ له مهمو کلتوري مرکزونو څخه و
  • دغه ښار په لومړۍ او دویمه پېړۍ کې ډېر ودان شو، چې یوناني او رومي تخنیکونه پکې وکارول شول
  • په دې ښار کې تر زرو ډېرې تاریخي ستنې او یوه لویه هدیره وه، چې تر ۵۰۰ ډېر قبرونه پکې وو
  • د سوریې د کورنۍ جګړې په پیلېدو وړاندې، هر کال تر ۱۵۰ زرو ډېر سیلانیان تدمر ښار ته ورتلل
د انځور حقوق Thinkstock
د انځور حقوق Thinkstock
د انځور حقوق AP

ورته مطالب