د امریکايي سینما وېروونکی دایرکتر وس کریون ومړ

د انځور حقوق Reuters

د امریکا سینما مشهور دایرکتر او د هالیود سینما د وېرونکو فلمونو جوړونکی وس کریون په ۷۶ کلنۍ کې ومړ.

امریکايي رسنیو رپوټونه خپاره کړي چې ښاغلی کریون په لاس انجلس کې د یکشنبې په ورځ د اګست په ۳۰ مه د مغزي سرطان له کبله په خپل کور کې ومړ.

په تویټر پاڼه کې د نوموړي عکس خپور شوی او پرې لیکل شوي چې وس کریون ۲۰۱۵ـ ۱۹۳۹.

نوموړي خپل لومړنی فلم ،چپې خوا ته وروستي کور، په نامه په ۱۹۷۲ کال کې جوړ کړ.

وس کریون د ځوانانو لپاره ویرونکو فلمونو په جوړولو او د دې ژانر له کبله ډېر مشور و.

وس کریون د وېرونکي ژانر نه هاخوا نور فعالیتونه یې هم ډېر و ډرامه یي فلمونه لکه د زړه موسیقي چې مریل استریپ په کې کار کړی و دده له کړنو څخه دي.

د انځور حقوق Getty

ښاغلي کریون په دا وروستیو کې د څو تلویزیوني پروګرامونو او سریالونو لپاره یې تازه قراردادونه هم لاسلیک کړي وو.

نوموړي په یوه مرکه کې د خپلو هنري کارونو په اړه ویلي و:،هڅه کوم داسې فلمونه جوړ کړم چې مخکې له دې مې نه وي لیدلي،

ورته مطالب