د ''لمونځ له فېسبوک غوره دی'' نارې له کبله مؤذن پوښتل شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption د سیمې اوسېدونکو او لمونځ کوونکو د مؤذن پرضد شکایتونه کړي

د مصر یو مؤذن له دې کبله حکومت پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښتی، چې ګني د ګهیځ په اذان کې یې د ''الصلاة خیر من النوم'' پر ځای ''الصلاة خیر من الفیسبوک'' [لمونځ له فیسبوک غوره دی] ویلي دي.

د دغه مؤذن دنده ځنډول شوې ده؛ ځکه چې د ګهیځ د اذان د تحریفولو تور پرې لګول شوی.

د مصر د دیني چارو اړوند وزارت د مؤدن محمود المغازي په حق کې د قانوني اجرآتو اخیستو امر کړی.

نوموړی د مصر پلازمېنې قاهرې په شمال کې د البحیرة ولایت ''کفر الدوار'' سیمې د سیدي غازي کلي ''رحمت'' جومات مؤذن دی.

المغازي رسنیو ته ویلي، چې پرې لګول شوی تور بابیزه دی، بلکې دده د بدنامولو هڅه شوې ده.

وروسته تر هغه، چې د اذان د تحریفولو په اړه په ټولیزو رسنیو کې خبرونه خپاره شول، په سیمه کې اوسېدونکو او لمونځ کوونکو د دغه مؤذن پرضد شکایتونه وکړل.

یاد وزارت د دغه مؤذن دنده ځنډولې ده او د پوښتنو ګورېږنو لپاره یې ورغوښتی دی.

یوه لمونځ کوونکي د یکشنبې په شپه یوه تلوېزیوني پروګرام ته پر تیلېفون پر دغه مؤذن تور لګولی ''په دغه جومات کې نور لمونځ نه کوو، ځکه چې هغه په اذان کې نوی شی وراضافه کړی.''

خو مؤذن ددغه سړي خبره رد کړې ده او وايي چې دغه سړی یاد جومات ته هېڅ لمانځه ته نه دی راغلی او له اخوان المسلمین ډلې سره خواخوږي لري.

المغازي د خپلې دندې د ځنډېدو له کبله د نه خوړو اعتصاب کړی، او له ولسمشر عبدالفتاح السیسي یې د عدالت او د هغه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې پر فېسبوک پاڼه هېڅ ګڼون (اکونټ) لرل خو پرېږده، چې د کمپیوټر په کارولو هېڅ نه پوهېږي.