اوباما د ګوانتانامو زندان تړلو ته لارې چارې لټوي

د انځور حقوق .
Image caption ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال د امریکا د مخکیني ولسمشر جورج ډبلیو بوش (زوی) د واکمنۍ پرمهال جوړ شو، او د جګړې د جرمونو په تور نیول شوي مشکوک کسان ورټېل وهل شول.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بارک اوباما د ګوانتانامو پوځي زندان د تړلو په برخه کې په بېلابېلو لارو چارو غور کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش اېرنېست وویل، ښه لاره دا ده چې له کانګرس سره په ګډه کار وشي.

په تېر کې د کانګرس ځینو غړو په امریکا کې د ګوانتانامو زندان د بندیانو له ساتلو سره مخالفت کړی و.

لاهم په ګوانتانامو کې ۱۱۶ بندیان دي او ولسمشر وایي ژمن دی چې دا مرکز تر ۲۰۱۷ کال پورې وتړي، خو په کانګرس کې له ځینو مخالفتونو سره مخامخ دی.

امریکا له دې زندان نه خپلې خاورې او یا درېیم هېواد ته د بندیانو لېږدول پیل کړي دي، چې اوسمهال ایله ۱۱۶ بندیان پکې مېشت دي، خو دا شمېر په ۲۰۰۳ کال کې ۶۸۴ و.

واشنګټن په دې اند دی چې ځینې بندیان نه شي خوشي کېدای؛ ځکه چې امریکا یې ''خطرناک'' ګڼي، خو امریکا ددغو بندیانو د خطر په اړه هېڅ معقول دلیل نه دی وړاندې کړی او یا یې په ملکي او پوځي محکمو کې د هغوی پرضد داسې ثبوتونه نه دي وړاندې کړي، چې د دوی نه خوشي کېدو ته دې توجیه ورکړله شي.

سپینه ماڼۍ وايي، ژر به کانګرس ته د زندان د تړلو پلان واستوي.

ایرنېسټ ټینګار کوي، چې د زندان تړل په ۲۰۰۸ کال د اوباما له لوري د ټاکنیز کمپاین د ژمنو د عملي کولو یوه برخه ده.

په ۲۰۰۸ کال بارک اوباما د ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې ژمنه کړې وه، که چېرې و لسمشر شي، ګوانتانامو زندان به تر یوه کال پورې وتړي، خو ښکاري چې نوموړی پخپله ژمنه کې پاتې راغلی دی.

ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال د امریکا د مخکیني ولسمشر جورج ډبلیو بوش (زوی) د واکمنۍ پرمهال جوړ شو، او د جګړې د جرمونو په تور نیول شوي مشکوک کسان ورټېل وهل شول.

ورته مطالب