سلګونه کډوال په اورګاډي کې اتریش ته ننوتي

ویانا ته زیاتره رسېدلي کډوال سم لاسي جرمني ته خوځېدلي
Image caption ویانا ته زیاتره رسېدلي کډوال سم لاسي جرمني ته خوځېدلي

له هنګري سره پر پوله سلګونه کډوال په یوه اورګاډي کې د اتریش وینا ښار ته رسېدلي، خو ګڼ یې جرمني ته په اورګاډو کې خوځېدلي دي.

په اتریش کې د یوې یخچالي لارۍ د ننه د ۷۱ کډ‌والو د مړو له موندل کېدو وروسته، دغه هېواد له هنګري نه هر ورتلونکی موټر تالاشي کاوه، چې د دغو مسافرو د مړینې په تور یې د یوه افغان په ګډون پنځه مشکوک کسان هم نیولي دي.

اټکل دی، چې زیاتره مړه کسان د سوریې دي چې له کورنۍ جګړې تښتېدلي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، که چېرې د کډوالو د وېش په اړه عادلانه چاره وشي، نورې سختې ارزونې ته اړتیا نه شته.

د شینګېن تړون

د انځور حقوق epa
Image caption په برلین کې د خبرو پر مهال مېرمن مېرکل وویل، که د اروپا ټول غړي هېوادونه خپله ونډه واخلي نو ستونزه نشته.

د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل وايي، که اروپايي ټولنه د کډوالو د سم وېش او منلو په اړه هوکړې ته ونه رسېږي، د شینګېن د زون شته والی به تر پوښتنې لاندې راشي.

د شینګېن تړون کډوالو ته اجازه ورکوي چې له برتانیا پرته د اروپا په ۲۶ هېوادونو کې ازاد تګ راتګ وکړي او د پاسپورت کتلو ته یې اړتیا نه شته.

په برلین کې د خبرو پر مهال مېرمن مېرکل وویل، که د اروپا ټول غړي هېوادونه خپله ونډه واخلي نو ستونزه نشته.

مېرمن مېرکل وايي، که چېرې موږ په اروپا کې د ننه په برابره توګه کډوال ونه منو، نو ځینې خلک کولی شي د شینګين اتحاد تر پوښتنې لاندې راولي. موږ دا نه غواړو موږ غواړو چې هر هېواد کډوال په مساوي توګه ومني او بیا به د شینګېن بحث ته اړتیا نه لرو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په تېره دوشنبې د اتریش چارواکو وویل، له بوداپست سره ویانا ته راتلونکي اورګاډي یې درولي او هرچا چې په هنګري کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده، بېرته ستنول کېږي.

د اتریش پولیس وايي، تر زرو پورې کسان د اورګاډو د پټلۍ له لارې ویانا ته ننوتلي دي.

په پام کې ده، چې سږ کال جرمني ته ۸۰۰ زره کډوال ولاړ شي، چې دا شمېره د تېر کال له شمېرې سره څلور برابره ډېره ده.

له دغو کسانو یو هم د سوریې په کوباني ښار ک د انګلیسي ژبې ۳۳ کلن ښوونکی خلیل دی، چې له خپلې مېرمنې او ناروغې لور سره یې د سفر موزې کش کړې دي.

د انځور حقوق Reuters

هغه له اتریش نه هامبورګ ته تللی او د رویټرز خبري آژانس ته یې ویلي: ''د خدای شکر کوم هېچا له موږ پاسپورت ونه غوښت. پولیس نه وو، ستونزه هم نه وه.''

پر همدې مهال، د فرانسې د کالې بندر کې په ټولو شويو کډوالو کې سلگونه افغانان هم دي چې بريتانيا ته د تگ نيت لري.

په دوی کې مېرمنې اوماشومان هم دي چې دغلته د ژواندانه له سختو شرايطو کړېږي.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اتریش پولیس وايي، تر زرو پورې کسان د اورګاډو د پټلۍ له لارې ویانا ته ننوتلي دي.

ورته مطالب