مور خپل زوی د ۳۰ میلیون ریال په مقابل کې له اعدامه ژغوري

د انځور حقوق Getty
Image caption په اګست میاشت کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو، سعودي عربستان د روان ۲۰۱۵ کال په لومړۍ نیمايي کې ۱۰۲ کسان اعدام کړي، چې دا شمېره د ۲۰۱۴ کال په همدې موده کې ۹۰ کسانو ته رسېدلې وه.

په سعودي عربستان کې یوې مور خپل زوی د ۳۰ میلیون ریال په مقابل کې د خپل قاتل زوی د نه اعدامولو غوښتنه کړې ده. د مقتول کورنۍ هم دغه مبلغ منلی دی.

د قاتل سعد بن صالح بن ثویني مور ویلي زوی یې په ۱۹ کلنۍ کې له پنځو کلونو راهیسې په زندان کې دی.

د سعد مور له شتمنو عربانو غوښتي، چې د هغې د زوی د ژوند ژغورلو لپاره له دې سره مالي مرسته وکړي.

قاتل ته ویل شوي وو، که چېرې ورته ټاکل شوې پیسې پرې نه کړي، نو اعدام به شي.

په اګست میاشت کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو، سعودي عربستان د روان ۲۰۱۵ کال په لومړۍ نیمايي کې ۱۰۲ کسان اعدام کړي، چې دا شمېره د ۲۰۱۴ کال په همدې موده کې ۹۰ کسانو ته رسېدلې وه.

د روان اګست په وروستیو کې سعودي عربستان د چاد دوه وګړي په ۲۰۰۴ کال د یوه فرانسوي انجینر د وژلو او له القاعدې شبکې سره د یوځای کېدو په جرم اعدام کړل.

ورته مطالب