وسله والو بغداد کې ۱۸ ترکي کارکوونکي 'تښتولي'

ویل کېږي ترکي کارکوونکي ویده وو، چې سرونو ته یې پوځي درېشي لرونکي مخ پټي وسله وال ودرېدل او نامعلوم ځای ته یې یووړل د انځور حقوق
Image caption ویل کېږي ترکي کارکوونکي ویده وو، چې سرونو ته یې پوځي درېشي لرونکي مخ پټي وسله وال ودرېدل او نامعلوم ځای ته یې یووړل

عراقي امنیتي چارواکو ویلي، د پلازمېنې بغداد په شمال کې وسله والو د ودانیزو چارو ۱۸ ترکي کارکوونکي تښتولي. تښتوونکو پوځي درېشۍ لرلې او مخونه یې پټ کړي وو.

دغو ترکي کارکوونکو د الصدر ښار د یوه سپورتځای جوړولو پروژه کې کار کاوه.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د عراقي چارواکو له خولې ويلي، کارکوونکي په خواږه خوب ویده وو، چې وسله وال یې سرونو ته ودرېدل او له ځانه سره یې نامعلوم ځای ته بوتلل.

دغه ترکي کارکوونکي د یوه ترکي شرکت له خوا ګومارل شوي وو.

عراقي چارواکي وايي، تښتوونکو پوځي درېشۍ لرلې او مخونه یې پټ کړي وو.

تر اوسه د تښتوونکو هویت نه دی روښانه شوی.

تېر کال، د عراق په شمالي موصل ښار ۴۶ ترکي وګړي د 'اسلامي دولت' ډلې له خوا نیول شوي وو، چې تر درو میاشتو بند وروسته بېرته روغ رمټ خوشي شول.

ترکیې په وروستیو کې د عراق په شمال کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پروړاندې هوايي بریدونه پیل کړي دي.

ترکیې امریکا ته هم اجازه ورکړه، چې ددغې ډلې پر ضد د ترکیې اډې وکاروي.

صدر ښار د شیعه ګانو ترټولو ټینګ مرکز ګڼل کېږي، چې تر ډېره شیعه ملېشې په عراق کې د 'اسلامي دولت' پروړاندې جنګېږي.