د ۲۰۱۵ له پیله امریکا کې وژنې ورځ تر بلې ډېرېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په لویس سن کې په ۲۰۱۴ کال کې د ۸۵ کسانو څخه ۱۳۴ کسانو ته لوړ شوی او په بالتیمور کې د تېر کال له ۱۳۸ څخه د ۲۰۱۵ کال تر دوبې پورې ۲۱۵ کسانو ته شمېره لوړه شوې.

د روان ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې، په امریکا کې قتل او وژنې زیاتې شوې دي او څه کم ۳۰ ښارونو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

کارپوهان وايي، په هر ښار کې کېدای شي د تاوتریخوالي عوامل بېل وي، خو هېڅوک په دې نه پوهېږي چې دقیقاً د دغه بهیر لومړی پړاو چې د دوبې په میاشتو کې پیل شو، اصلي لامل یې څه دی.

نوې شمېرې چې ' نیویارک ټایمز' ورځپاڼې ترلاسه کړې ښيي چې په میلواکي کې ۷۶ سلنه تاوتریخوالی زیات شوی او د وژنو شمېر په کې لوړ شوی.

له دې وروسته په دویمه او دریمه درجه کې د میسوري ایالت سن لویس ښار او میریلېنډ کې د بالتیمور ښار دی چې ۶۰ او ۵۶ سلنه تاوتریخوالی په کې زیات شوی دی.

یوشمېر کارپوهان په دې اند دي چې په اسانۍ سره د وسلې مالک کېدل او ځوانان چې د ستونزو د حل لپاره وسلې ته مخه کوي کېدای شي د تاوتریخوالي له عواملو څخه وي.

نوې شمېرې ښيي چې په میلواکي ښار کې د وژلو شمېر د تېر کال له ۵۹ څخه په روان کال کې ۱۰۴ ته لوړ شوی دی.

د انځور حقوق AFP

په لویس سن کې په ۲۰۱۴ کال کې د ۸۵ کسانو څخه ۱۳۴ کسانو ته لوړ شوی او په بالتیمور کې د تېر کال له ۱۳۸ څخه د ۲۰۱۵ کال تر دوبي پورې دا شمېره ۲۱۵ کسانو ته لوړه شوې.

په واشنګتن ډي سي کې د وژنو ۱۰۵ پېښې ثبت شوې چې د تېرکال په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

دغه شمېرې په نیو اورلاینز، شیکاګو، کانزاس سیتي، دالاس، نیویارک او فیلادلفیا کې کې هم زیاتې شوې خو تر کمې کچې.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب