منځني ختیځ کې جګړو' ۱۳ میلیونه ماشومان له زده کړو محروم کړي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغه رپوټ کې راغلي چې په سوریه، عراق، یمن او لیبیا کې نژدې ۹ زره ښوونځي د دې وړتیا نه لري چې د زده کړو لپاره ترې ګټه پورته کړی شي

ملګري ملتونه وايي، په منځني ختیځ کې جګړو له ۱۳ میلیونو ډېر ماشومان له زده کړو محروم کړي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یا یونیسف په خپل نوي رپوټ کې وايي، چې دغه حالت د منځني ختیځ او شمالي افریقا د نوي نسل هیلې له خاورو سره خاورې کوي.

په دغه رپوټ کې راغلي چې په سوریه، عراق، یمن او لیبیا کې نژدې ۹ زره ښوونځي د دې وړتیا نه لري چې د زده کړو لپاره ترې ګټه پورته کړی شي.

یونیسف د هغو بریدونو نوملړ هم برابر کړی چې په دغو سیمو کې پر ښوونځیو او د زده کړو پر مرکزونو تر سره شوي دي.

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د یونیسف سیمه ییز مدیر پیتر سالما وايي:"د جګړو بد اغیز ماشومان په ګرده سیمه کې احساسوي. موضوع یوازې د ښوونځیو د ودانیو د تاوان نه ده، بلکې د نوي نسل د زده کوونکو د هیلو ده چې خپل راتلونکی تباه شوی ګڼي."

۱۳،۷ میلیونه کسان چې له زده کړو بې برخې شوي ۴۰ سلنه یې د سوریې، عراق، یمن، لیبیا او سودان ماشومان دي او نړیوال سازمان اندېښمن دی چې دغه شمېره به په راتلونکو میاشتو کې ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

یونیسف وايي، په ۲۰۱۴ کال کې ۲۱۴ بریدونه سوریه، عراق ، لیبیا، فلسطین، سودان او یمن کې پر ښوونځيو تر سره شوي دي.

په سوریه کې په هرو څلورو ښوونځیو کې یو یې تړل شوی چې ۲ میلیونه ماشومان یې اغیزمن کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption یونیسف وايي، په ۲۰۱۴ کال کې ۲۱۴ بریدونه سوریه، عراق ، لیبیا، فلسطین، سودان او یمن کې پر ښوونځيو تر سره شوي دي

د یونیسف په دغه رپوټ کې چې د 'د ډزو تر اور لاندې زده کړې' په نامه خپور شوی په کې راغلي چې" ،وژنې، سړي تېښتونې، د زده کوونکو، ښوونکو او د زده کړو کارکوونکو خپلسري نیول په سیمه کې عادي شوي دي".

زرګونو ښوونکو خپلې دندې له وېره خوشې کړې او ماشومان له خپلو کورنیو سره د مرستې په خاطر کار کولو ته اړ ایستل شوي.

ځینې ماشومان په کم عمر سره جګړې ته ګومارل کېږي.

ښاغلي سالما وویل، یونیسف سږ کال ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري تر څو په سیمه کې زده کړو ته د لاسرسي چارې یو څه اسانه کړي.

ورته مطالب