''د غزې جګړه.. اسرائیلي لیدلوری'' مستند فلم

د انځور حقوق aljazeera

'د غزې جګړه.. اسرائیلي لیدلوری' په نامه په دې نوي مستند فلم کې د اسرائیلي پوځي او استخباراتي چارواکو له انده پر غزې د دوی د وروستي برید په اړه پوځي تحلیل انځور شوی. د فلم یوه برخه په جګړه کې د هغو اسرائیلي پوځيانو مرکو ته ځانګړې شوې، چې پر غزې برید کې یې ګډون کړی و.

پر غزې د اسرائیلي بریدونو تر پنځوسو ورځو ډېر دوام وکړ.

په دې نوي فلم کې، چې د پنجشنبې په ورځ د 'الجزیرې' تلوېزیون پر پرده خپور شو، د اسرائیلي پوځ او امنیتي سازمان د کمزورۍ افشا شوي ټکي راخیستل شوي.

په فلم کې د فلسطین د 'اسلامي مقاومت حرکت (حماس) د پوځي برخې مشر محمد الضیف د رول اهمیت ته هم کتنه شوې، چې له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې اسرائیل پسې ګرځي او اسرائیلو ته یې لومړی نمبر خطرناک دښمن ګڼي.

په فلم کې د اسرائیلو وروستۍ جګړه له پوځي اړخه تحلیل شوې ده.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې دا پر غزې د اسرائیلو درېیم خو تر ټولو ډېر خونړی برید و، او د اسرائیلو له جوړېدو راهیسې د دوی په تاریخ کې دا دویمه جګړه وه، چې خپله اسرائیلو ته هم پکې ډېر مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

د اسرائیلو د پخوانیو پوځي چارواکو په وینا، له دغه برید هدف دا و چې په جنوبي جبهه کې آرامي رامنځ ته شي، نه دا چې حماس له صحنې وایستل شي.

استخباراتي ناکامي

د انځور حقوق AFP

د اسرائیلو د استخباراتي سازمان 'موساد' پخوانی مشر داني یاتوم وايي، دغه پوځي بریدونه باید تر پنځوسو ورځو نه وای غځېدلي ''خو د ډېرو ناوړه او ناکامو استخباراتي له کبله، موږ ګومان وکړ چې شاید بریدونه یوه اونۍ یا لس ورځې دوام وکړي، همدا زموږ د اټکل ناسمه ستراتیژیکه تېروتنه وه.''

دی زیاتوي ''هدف د حماس له منځه وړل نه وو، بلکې دغې ډلې ته لوی زیان اړول وو، چې دا کار وشو، نه پوهېږم حماس به څه فکر کوي.''

یاتوم زیاتوي، حماس په دې جګړه کې ثابته کړه چې تر اټکل ډېر وژونکي جګړه ییز وسائل لري.

په دغه مستند فلم کې د اسرائیلو د کورني استخباراتي سازمان ''شاباک'' هغه پټ معلومات هم بربنډ شوي، چې وايي پر غزې د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له بریدونو مخکې دوی ته داسې راپور ورغلی و، چې د حماس پوځي څانګه د تېرو کلونو پرخلاف دا ځل ډېره قوي شوې او سم جنګي تکتیکونه یې زده کړي.

بله غزه

د ۲۰۱۴ په مارچ کې، د غزې تراډې په سوېل کې یو لوی تونل کشف شو، چې د پوځي چارو د کارپوه په وینا، ''یوه بله غزه هم وه، چې اسرائیل پرې خبر نه وو، تر ځمکې لاندې یو بشپړ ښار، د پټو تونلونو نړۍ چې شمېر یې هېچا ته معلوم نه او د تونل بله خوله هم چا نه وه لیدلې.''

د انځور حقوق AFP

د ۲۰۱۴ په جولای کې، اسرائیلو په غزه کې د خپلو درو وګړو د تري تم کېدو اعلان وکړ، اسرائیلو د تور ګوتې حماس ډلې ته ونیوې، خو حماس یې خبره بې بنسټه وګڼله.

بیا، د غزې پر وړاندې د اسرائیلو غبرګون توند شو، خو د فلسطیني ماشوم محمد ابو خضیر د سوځولو پېښې په فلسطین کې د غوسې اور بل کړ.

د ۲۰۱۴ جولای پر اوومه، اسرائیلو پر غزې تراډې برید وکړ، د حماس پوځي څانګې اووه کسان یې ووژل، چې همدا پر غزې د برید پیلامه شوه.

د جولای پر اتمه، اسرائیلو پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل، بمبارې یې وکړې، ځمکنی پوځ یې پرې ورمارش کړ، او لسګونه فلسطینیان یې ووژل.

د فلسطین د مقاومت ډلو هم د اسرائیلو پر جنوبي برخو توغندي وویشتل او غزې تراډې ته څېرمه جنګي وضعیت اعلان شو.

په فلم کې، د اسرائیلي پوځ له پوځیانو اود قسام کنډک څرګندونې د جګړې د تفصیل په بڼه راخیستل شوې، او د غزې تراډې په شجاعیه کلي کې د جګړې او د فلسطین د مقاومت جبهې له لوري اسرائیلي پوځيانو ته د کمین هغه کیسه راخیستل شوې، چې د اسرائیلو د 'ګولاني' لوا ۱۳ پوځيان پکې ووژل شول.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ۲۰۱۴ په مارچ کې، د غزې تراډې په سوېل کې یو لوی تونل کشف شو، چې د پوځي چارو د کارپوه په وینا، ''یوه بله غزه هم وه، چې اسرائیل پرې خبر نه وو، تر ځمکې لاندې یو بشپړ ښار، د پټو تونلونو نړۍ چې شمېر یې هېچا ته معلوم نه او د تونل بله خوله هم چا نه وه لیدلې.''