د اوبو تر ټولو لرغوني او لوی لړم کشفېدل

د اټکل له مخې رسم شوی لړم د انځور حقوق
Image caption د اټکل له مخې رسم شوی لړم

د امریکا ''ییل'' پوهنتون ځمک پېژندونکو په یوه کیندل شوي ځای کې د اوبو د یوه لوی لړم پاتې شوني موندلي، چې وايي لرغونتوب یې ۴۶۰ میلیون کلونو ته رسېږي.

څېړونکو ویلي، دغه لړم یو متر او ۷۰ سانتي متره اوږدوالی لري. وايي دا د ''پلنو وزرو'' لرونکو بحري لړمانو له کورنۍ څخه دی، چې ۲۵۰ میلیون کاله وړاندې له منځه تللي وو.

د جرمني ''فوکوس'' وېبپاڼې په حواله، څېړونکو د دغه لړم پاتې شوني د امریکا آیوا ایالت د وینیشیک سیمې په کیندل شویو ځایونو کې موندلې دي.

وايي، دغه سمندري لړم له خپلو شاتنیو پښو نه د لامبو او کیندنې لپاره کار اخیست.

خو منځوۍ او مخکې پښې یې د داړلو لپاره په ښکار کې کارولې.

ددغې څېړنې ترسره کوونکو څېړونکو ویلي، دا حیوان ډېر ناشنا ښکاري، بیخي بېل ډول پښې لري.