د نړۍ ورځپاڼو په بې ساري ډول له کډوالو سره خواخوږي څرګنده کړې

د انځور حقوق AP

د نړۍ ډېرې ورځپاڼې د هغو پېښو او حالاتو په انځورونو ډکې دي چې په روانې اونۍ کې په هنګري، ترکیې، اتریش، جرمني او ځینو اروپايي هېوادونو کې پر کډوالو تېرېږي.

په دغو انځورونو او فلمونو کې تر ټولو ډېر چاپ شوی عکس د هغه سوریايي ماشوم دی چې مړی یې اوبو د سمندر غاړې ته راوستی ؤ او بیا د ترکیې یوه پولیس یې مړی په غېږ کې پورته کړ.

د همدغه ماشوم د پلار عبدالله کردي عکس او خبرې په ډېرو ورځپاڼو کې چاپې شوي.

Image caption ایلان (کیڼ لور ته) او د هغه ورور غالب

د بریتانیا ایکسپرېس ورځپاڼې د ښاغلي کردي د کیسې له یوې برخې چې ماشومان او مېرمن يې په سمندر کې مړه کېږي، هغه جمله لیکلې چې وايي " اولادونه مې زما له لاسونو وښوېدل".

ایکسپرېس ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې لیکي، وروسته له دې چې د کډوالو د منلو پر سر د بریتانیا پر دولت فشار راغی، لومړی وزیر ډېوېډ کامران دې ته حاضر شوی چې د سوریې ۴۰۰۰ کډوالو ته پناه ورکړي.

د انځور حقوق Reuters

ایکسپرېس ورځپاڼه لیکي سره له دې چې جرمني، فرانسه او بلجیم د اروپايي اتحادیې له ټولو غړو هېوادونو غواړي چې لږترلږه دې ۱۶۰ زره کډوال ومني، هنګري او پولنډ په کلکه د نورو کډوالو منل ردوي او وايي چې دوی ته خورا ډېر کډوال همدا اوس ورغلي دي.

ایکسرېس ورځپاڼه لیکي داسې ویل کېږي چې هر هېواد به هغه شمېر کډوال چې د منلو هوډ یې کړی، د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د دفتر له کمپ څخه د سوریې له پولې راپورته کړي.

د انځور حقوق AFP

د اینډېپنډنټ ورځپاڼې هم د کډوالو د منلو پر مسالې د بریتانیا د لومړي وزیر د تګلارې پر بدلولو خوښې څرګنده کړې او لیکلې یې دي چې ډېوېډ کامران باندې فشارونه وروسته له هغه ډېر شول چې په دې وروستیو کې د کډوالو ډېر زړه بوګنوونکي عکسونه پر رسنیو او د خواله پر رسنیو راووتل.

د انځور حقوق Reuters

اینډېپنډنټ ورځپاڼه په دې ویاړ څرګندوي چې د دغې ورځپاڼې له لارې تر ۲۰۰ زرو ډېرو عامو خلکو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو یو غوښتنلیک چې په انګریزي یې پټېشن بولې، لاسلیک کړ چې لومړی وزیر دې د کډوالو پر وړاندې په خپلې تګلارې کې نرمښت راولي.

ورځپاڼې د هغو کډوالو عکسونه خپاره کړي چې په هنګري کې د اورګاډي پر پټلې د دې په تمه ناست دي چې که اجازه ورکړل شي چې خپل سفر ته ادامه ورکړي.

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د اروپا پاڼه ټوله پر کډوالو مطلبونو ته ځانګړې کړې ده. په یوه مطلب کې نیویارک ټایمز لیکي د سوریايي ماشوم د مړي عکس د کډوالو ناورین ته د ټولو پام وراړولی دی.

په بل مطلب کې یې لیکلي چې نن سبا د کډوالو قاچاق په "یو بیلیوني" کاروبار بدل شوی، په تېره بیا چې له افغانستان او سوریې څخه کډوال روان دي. نیویارک ټایمز د قاچاق وړونکو هغې بېرحمې ته اشاره کوي چې د انسانانو ژوند ورته ډېر ارزښت نه لري.

د انځور حقوق AFP

بل مطلب نیویارک ټایمز د بشری حقونو د فعالانو او د یهودانو پر هغه غبرګون پیلوي چې د چک جمهوریت د کډوالو د څانګې پر کارکوونکو یې کړی دی.

پرون د چک جمهوریت پر پوله چکي پولیسو د کډوالو پر لاسونو او مټو په توش قلمونو شمېرې لیکلې چې په دې توګه وکړی شي ویې پېزني. خو دا کار د ورځپاڼې په لیکنه په دوهمې نړیوالې جګړې کې د یهودانو هغې تریخ تاریخ ته ورته دی چې نازیانو به د دوی پرلاسونو ټاپې وهلې چې له عادي وګړو یې توپير وشي.

د ورځپاڼې په لیکنه د چک جمهوریت دغه کلک غبرګون ته په کتو سره دغه کار درولی دی.

د کډوالو پر وړاندې د نامناسبو څرګندنو په لړ کې نیویارک ټایمز د بریتانیا د لومړي وزیر ډېوېډ کامران هغې خبرې لیکلي چې ویلي یې ول " له منځني ختیځه د ګډوالو یو سیل" را روان دی.

په هغې وینا کې ښاغلی کامران داسې یو توری کارولی ؤ چې د حشراتو سیل یا غُنډاري ته کارول کېږي.

ورته مطالب