سعودي عربستان وايي د ولسمشر اوباما له ډاډینې خوښ دی

د انځور حقوق
Image caption ملک سلمان او ولسمشر اوباما د سوریې او یمن د شخړو په اړه هم خبرې وکړې

سعودي عربستان وايي د ولسمشر اوباما له ډاډینې خوښ دی چې له ایران سره وروستۍ اټومي معامله به د خلیج هېوادونه له خطر سره مخامخ نه کړي.

د سعودي پاچا سلمان، او ولسمشر اوباما تر منځ په واشنګتن کې له خبرو وروسته، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل بن احمد الجبیر وویل، هېواد یې پر دې خبرې قانع شوی چې له ایران سره شوې معامله به په منځني ختیځ کې له سولې او ټیکاو سره مرسته وکړي.

هغه وویل هیلمن دی چې ایران به هغه شتمني چې د بندیزونو په لرې کېدو یې لاس ته ورځي ، پر خپلې پرمختیا ولګوي، نه پر هغه څه چې نوموړي په سیمه کې شرغوښتونکي فعالیتونه وبلل. ملک سلمان او ولسمشر اوباما د سوریې او یمن د شخړو په اړه هم خبرې وکړې.

متحده ایالتونو د سعودي عربستان په مشرۍ ټلوالې د هڅو ملاتړ کړی چې په یمن کې حکومت بېرته پرځای کړي او حوثي یاغیان وځپي. خو ولسمشر اوباما په یمن کې بشري حالت ته د پاملرنې د اړتیا خبره کړې ده. عادل الجبیر وویل ښاغلي اوباما ته ډاډ ورکړل شو چې د لته به د بشري حالت ښه کولو ته پام وشي.

د سعودي عربستان پاچا داسې مهال د امریکا متحدو ایالتونو ته تللی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي له لوړو ژورو تېریږي. خلیجي هېوادونه اندیښمن دي، چې که پر ایران لګیدلي بندیزونه لرې کړل شي، دغه هېوادو به په سیمه کې له سخت دریځو ډلو سره مرستې ډېرې کړې او دا به د سیمې ټیکاو ته یو ګواښ وي.

د سعودي عربستان او متحدو ایالتونو تر منځ هغه وخت اړیکي ساړه شول، چې امریکا د سوريې ولسمشربشارالاسد خلاف د پوځي زور کاروولو ته زړه ښه نه کړ، له دې وروسته دغه اړیکي هغه مهال نور هم ساړه شول، چې هغوی له ایران سره د اتومي هوکړې ملاتړ وکړ.

سعودي عربستان اندېښمن دی، چې د دغې هوکړې پایلې کې به بالاخره ایران وتوانیږي، چې اتومي بم جوړ کړي. بل لور ته د چهارشنبې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، چې هېواد یې خلیجي متحدینو ته د هغوی له اړتیا سره سم د سیاسي او پوځي مرستو ورکړې په دریځ کلک ولاړ دی.

د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې یمن کې د حوثي یاغیانو او د اسلامي دولت نومي ډلې خلاف د عمیلاتو لپاره سعودي عربستان ته د یو میلیارد ډالرو وسلې پلورلو هوکړه نهايي کېدو ته نژدې ده.

دغه هوکړه کې لومړیتوب د امریکايي ایف ۱۵ ډوله جنګي الوتکو توغندیو ته ورکوله کېږي.

بل لور ته د بشري حقونو او مرستندویه سازمانونه په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي عملیاتو ملاتړ کولو له کبله پر امریکا نیوکې کوي. دې سره سعودي عربستان کې دننه د بشري حقونو ناسم حالت په اړه هم اندېښنې څرګندیږي.