د فنلنډ لومړي وزیر کور د کډوالو په خدمت کې

د انځور حقوق

د فنلنډ لومړي وزیر یوها سیبیلا د شنبې په ورځ وویل، غواړي له خپل شخصي کور یې پناه غوښتونکي ګټه واخلي. نوموړي پر ټولو فنلنډیانو غږ کړی چې اروپا ته له جګړې او لوږې تښتېدلي کډوال ونازوي.

رویټرز خبري آژانس د ښاغلي سیبیلا له خولې ويلي، د هېواد په شمال کې د ده شخصي کور د هر ورغلي پناه غوښتونکي کور دی.

دی وايي، د نوي کال له پیله یې کور د کډوالو په خدمت کې دی.

نوموړي دا خبرې له 'وای، اېل اي' کورني تلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.

سیبیلا پلازمېنه هلسنکي کې اوسېږي.

لومړی وزیر زیاتوي، د اروپايي ټولنې هغه پلان، چې یونان، ایټالیا او هنګري ته۱۲۰ زره رسېدلي کډوال دې په رضاکارانه ډول پر هېوادونو ووېشل شي.

نوموړي هیله ښودلې، چې فنلنډ د کډوالو په منلو کې باید یوه نمونه هېواد وګرځي.

د نوموړي له څرګندونو یوه ورځ وړاندې، د فنلنډ حکومت سږ کال د منل کېدونکو کډوالو شمېر نژدې دېرشو زرو ته لوړ کړ.

حکومت دوه اونۍ وړاندې ویلي وو د تېر کال۳۶۰۰ کډوالو پرتله یې سږ کال ۱۵ زره کډوالو ته د پناه اخیستو د غوښتنلیک کولو اجازه ورکړې ده.

د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روانې اونۍ په لړ کې، له سویډن نه ډېری پناه غوښتونکي دغه هېواد ته رسېدلي دي.

ورته مطالب