"هغه ادعاوې څېړو چې ښيي پر ناټو تیل په لوړه بیه پلورل شوي"

د انځور حقوق BBC World Service

د رپوټونو له مخې د بریتانیا پوځي پولیس د هغو ادعاوو پلټنه کوي چې وایي، د افغانستان د جګړې په ترڅ کې یوه خصوصي شرکت بریتانوي او د ناټو متحدینو ځواکونو ته له بازاره په لوړه بیه د سون مواد ورکړي دي.

د بریتانیا د ډيلي تلګراف ورځپاڼه د ناټو سرچینو له قوله لیکي، په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ته د جګړې په جبهو کې د تیلو اوسون موادو رسولو قراردادونه ښيي، چې د سپریم په نوم کمپنۍ د دغو موادو د ګرانې بیې له امله ۷۰ میلیونه ډالر تر لاسه کړي دي.

یوې سر چینې د بریتانیا د ډيلي ټلګراف ورځپاڼه ته ویلي، دمګړۍ د دغه هېواد پوځي پولیس د هغو ادعا وو په پلټنه بوخت دي، چې وايي، د سپریم کمپنۍ د سون توکي له خپلې ټاکلي بیې نه په لوړه بیه په ناټو او ملګرو یې پلورلي دي.

دغه کمپنۍ چې مرکز یې په امسټردام کې دی د بریتانیا پوځ ته یې د افغانستان په هلمند کې د سون توکي رسول وايي، دغې کمپنۍ ۷۰ میلیونه ډالره ډېر اخیستې دي.

دغه موضوع هغه وخت رابرسېره شوه، چې د امریکا یوې محکمې د سپریم کمپنۍ په سلګونو ډالرو په دې جریمه کړه، چې وايي په افغانستان کې سرتېرو ته د اوبو او خوراکي توکو پر سر ډېرې پیسې اخیستې وې.

د ټلګراف ورځپاڼه لیکي، چې د بریتانیا د فاع وزارت تېره شپه دا خبره ومنله، چې د سون د توکو د لوړو بیو په هکله د دغه هېواد جنايي اداره پلټنه کوي.

ناټو ۱۴ کاله په افغانستان کې په میلیاردونه ډالره خپلو پوځیانو ته د سون توکو په رسولو لګولي دي.

افغانستان داسې هېواد دی، چې په وچه کې پروت دی او سمندر ته لاره نه لري د دې ترڅنګ د سړکونو ویجاړ حالت او د طالبانو لخوا ګواښونو د جګړې لومړۍ لیکې ته سون توکو د رسولو بیې ډېرې لوړې کړې وه.

ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت په بهیر کې د کال ۲ میلیارده ډالره د سون په تکو او رسولو یې لګولي دي.

د سپریم کمپنۍ وايي، له ناټو سره په خبرو بوخته ده. د دې کمپنۍ یوه وکیل ټلګراف ته ویلي، چې د دوی په خبرو کې د جنايي پولیسو د پلټنو په هکله یادونه نه ده شوې.

ورته مطالب