ترکیه: کردي پي کې کې ډله له منځه وړو

د انځور حقوق AFP

د ترکیې لومړي وزیر احمد دولت اغلو ژمنه کړې چې د کردانو د پي کې کې اورپکې ډله به له منځه وړي.

نوموړي تر هغه وروسته دا څرګندونې کولې چې د سړک غاړې یوه بم چاودنه کې ۱۶ ترکي سرتېري ووژل شول.

دا په څو کلونو کې د پي کې کې له لوري خورا لوی مرګونی برید دی.

احمد داوود اغلو وویل:"د دغه هېواد غرونه، دښتې او ښارونه به سخت دریځو ته ونه سپارلی شي".

ترکیي پوځ وايي، د یکشنبې ورځې په برید کې لږ تر لږه ۱۶ سرتېري وژل شوي دي.

د کردستان کارګر ګوند سخت دریځې ډلې ( پي کې کې) د یوې اعلامیې په ترڅ کې د دغه برید مسولیت منلی دی.

له دې مخکې د دوشنبې په ورځ ترکیې ویلي و، چې د کردستان کارګر ګوند پر ډلې له لسو ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

ښاغلي داوود اغلو د دوشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته ویلي و:"نه شي کولی چې موږ د سخت دریځۍ پر وړاندې له مبارزې ستړي کړي، دغه غرونه به له سخت دریځو پاک کړی شي. د دغې موخې لپاره هرکار چې لازم وي تر سره به یې کړو".

د انځور حقوق AP

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه تلویزیوني پیغام کې د یکشنبې په ورځ ویلي و، چې دغه برید ته به 'پريکنده ځواب' ور کړي.

په دغه برید کې لومړی بي کې کې ویلي و، چې ۱۵ سرتېري یې وژلي دي خو وروسته بیا د ۳۱ سرتېرو د وژل کېدو خبر اعلان کړ.

خو د ترکیې پوځ بیا د دوشنبې په ورځ د ۱۶ سرتېرو د وژل کېدو او ۶ تنو د ټپي کیدو خبر تایید کړ.

پوځ وايي د یکشنبې په ورځ د داګلیکا په کلي کې د دوی پر ځواکونو دوه بمي چاودنې شوې دي.

دغه سیمه د عراق سرحد ته نژدې ده.

د ترکي ځواکونو او پي کې کې ډلې ترمنځ جګړو کې تر دې مهاله ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب