اپل شرکت بازار ته نوی تلویزون او ایفونونه وړاندې کوي

د انځور حقوق epa

د اپل شرکت یو لا ستر ایپډ تبلیت، تلویزون چې خپل اپونه به لري او نوي ایفونونه معرفي کړي دي.

دغه شرکت ویلي نوی ایپډ د ورځنیو فعالیتونو، ويډیو لوبو او د فلمونو ایډېټ او لیدلو لپاره غوره دی.

د اپل د پخوانيو ایپډونو د خرڅلاو بازار سوړ و.

د شرکت چارواکو ویلي په نویو ایفونونو کې یې د (تري ډي یا درې بعدي لمس) اسانتیا د دغو ځیرکو تیلیفونو کارول ډېر اسانه کړي او کارونکی په ساده ډول کولی شي له یوه اپه بل ته ولاړ شي.

لا ستر ایپډ

نوی ایپډ پرو ۱۲،۹ انچه (۳۲،۸ سانتي متره) پرده لري.

اپل د تېر کال پرتله د اکتوبر پیل او د جون پای موده کې ۱۹ سلنه کم ایپډونه وپلورل.

Image caption اپل شرکت وايي د نوي ایپډ چارج باید ۱۰ ساعته دوام وکړي

یوه کارپوه ویلي، دغه نوي ماډلونه ښايي د اپل د تولیداتو بازار ګرم کړي.

د سي سي ایس مشاورتي شرکت غړي جیف بلبر وویل:

"ایپډ له ننګونو سره مخامخ دی خو سره له دې، بازار کې د نورو تبلیتونو په پرتله لا هم ډېر بریالی دی او اوس یې هم سوداګري څو میلیارد ډالرو ته رسېږي".

اپل شرکت وايي د نوي ایپډ چارج باید ۱۰ ساعته دوام وکړي او د نومبر په میاشت کې به بازار ته وړاندې شي چې بیه به یې له ۷۹۹ تر ۱۰۷۹ ډالرو وي.

بیه به دې پورې اړه لري چې اخیستونکی په ایپد کې څومره ځای غواړي، او د څلور-جي انټرنټ اسانتیا غواړي که نه.

ایفونونو کې بدلون

د نوي ایفونونو د درې بعدي لمس (ټچ) ګټه دا ده چې کارونکي د ایفون پر پردې د ګوتو د فشار له لارې په یو وخت څو اپونه خلاصولی او کارولی شي.

Image caption دغه نوي ایفونونه تر پخوا څلور برابره لوړ پکسله ویډیو اخیستلی شي

د مثال په ډول:

  • په یو وخت ایمیل او انځورونه لیدل
  • په ویډیو لوبو کې وسلې بدلول
  • ژر د ایفون کامره په سیلفي (خپله د ځان عکس اخیستل) بدلول

دغه نوي ایفونونه تر پخوا څلور برابره لوړ پکسله ویډیو اخیستلی شي یعنې څه دپاسه څلور زره پکسله.

د اپل تلویزون

Image caption د اپل تلویزون د ویډیو لوبو چلولو وړتیا هم لري.

د اپل شرکت اجرایوي مشر ټېم کوک یو نوی تلویزون هم معرفي کړ چې خپل اپونه او سیستم لري.

د دغه تلویزون ریموټ به د ګوتو په لمس کار ورکوي (ټچ ریموټ).

د اپل تلویزون د ویډیو لوبو چلولو وړتیا هم لري.

د اپل ساعت کې بدلون

Image caption د (او ایس دوه) په نامه ساعت به د نورو شرکتونو اپونه هم چلولی شي.

اپل په خپل ځیرک ساعت کې هم د بدلون اعلان وکړ چې د سپتمبر په ۱۶مه به بازار ته وړاندې کېږي.

د (او ایس دوه) په نامه ساعت به د نورو شرکتونو اپونه هم چلولی شي.

د دې تر څنګ چې اپونه به په لا چټک ډول خلاصوي، نوی ساعت به ویډیو هم چلولي شي.

فیسبوک هم ویلي چې خپل د مسنجر (پیغام لېږونکی) اپ دغه ساعت ته لېږدوي.

ورته مطالب