هنګري کې د کډوالو کمپ کې اړودوړ رامنځ ته شوی

یوه ویډیو ښيي چې هنګري کې د سربیا پولې ته نږدې سیمه کې کډ‌والو ته په کڅوړو کې خوراکي توکي غورځول کېږي.

هغې اتریشي ښځې چې دغه ويډیو يې اخیستې وویل، له کډوالو سره د (حیواناتو) په څېر چلند کېږي او له اروپايي هېوادونو یې وغوښتل چې خپلې پولې پرانیزي.

د بشري حقونو د څار د بېړنۍ څانګې مشر وویل، کډوال لکه (څاروي) ساتل شوي دي.

بله خوا ټاکل شوې، د مرکزي اروپا هېوادونه او تر څنګ یې جرمني او لوکزمبورګ د کډوالو د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

جرمني د کډوالو د وېش خبره کوي چې له مخې به یې د اروپايي ټولنې هر هېواد اړ وي یو مشخص شمېر کډوال ومني.

اروپايي ټولنه غواړي هر کال ۱۲۰ زره کډوال ومني او د ۲۸ غړو هېوادونو تر منځ یې ووېشي. پخوا دغې ټولنې هر کال یوازې د ۴۰ زره کډوالو د منلو هوډ څرګند کړی و.

خو د چیک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا دغه نوی وړاندیز رد کړی دی.

Image caption کډوال د هنګري پر پوله د اغزن تار له ویجاړ شوې سیمې تېرېږي.

په وروستیو اوونیو کې، لسګونو زرو کډوالو د سوریې او لیبیا په څېر له جنګ ځپلو هېوادونو څخه د تېښتې هڅې کړې دي.

ډېری یې د هنګري له لارې د اروپايي ټولنې بډای هېوادونو لکه جرمني، اتریش او سویډن ته سفرونه کوي چې د کډوالو د منلو قوانین یې دومره سخت نه دي.

هنګري په ځانګړې ډول د کډوالو د سفر په مرکز بدل شوی، او سږ کال ورته ۱۵۰ زره کډوال رسېدلي.

نننۍ (سپتمبر ۱۱مه) ويډیو د روزکي په نامه کمپ کې اخیستل شوې چې شمال او لوېدیځ لور ته خوځېدونکي لوی شمېر کډوال په کې راټول شوي دي.

دغه ویډیو د اتریش د زرغون ګوند سیاستوال مېرمن، مېکایله سپرېټزنډوفر او یوه خبریال او فعال، کلاوس کوفنر اخیستې ده.

اغلې سپرېټزنډوفر بي بي سي ته وویل: "دغه خلک له تېرو دریو میاشتو راهیسې په ډېر ناوړه حالت کې دي".

Image caption دروند باران او اوبو کډوالو ته ستونزې جوړې کړې دي.

هنګري کې د کډوالو نه ملاتړ د ډېرو فعالانو نیوکې پارولې دي.

ورته مطالب