د جاپان جوسو ښار سختو سېلاوونو ځپلی

Image caption په چورلکو کې د ژغورنې ډلې خلک د کورونو له بامونو را جګوي.

د جاپان په شمال ختیځ کې سېلاوونو او ځمکښوېدونو نږدې ۹۰ زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي.

د کینوګاوا په نامه سیند جګو څپو د پلازمېنې ټوکیو په شمال کې د جوسو ښار سخت ځپلی دی.

په چورلکو کې د ژغورنې ډلې خلک د کورونو له بامونو را جګوي.

لږترلږه اته کسان لا هم بې درکه دي او سل نور ژغورنې ته اړتیا لري.

سیمه کې له یوه موسمي توپان وروسته چې په ساعت کې یې د ۱۲۵ کیلومترو سرعت درلود، تېز باران پیل شو.

د جاپان د هوا د حالاتو د وړاندوینې ادارې مشر، تکویا ديشيمارو وویل، د هېواد په دغه سیمه کې د باران کچه "بې سارې" ده.

"موږ ویلی شو چې اوسنی حالت ناعادي دی او د ستر خطر شونتیا شته".

Image caption د جوسو ښار لوی بازار هم سېلاوونو او باران سخت ځپلی.

د اباراکي او توچیګي په نامه سیمې تر ټولو ډېرې ځپل شوې دي.

ساوري موري چې د ابیکو په ښارګوټي کې د ټون سیند تر څنګ اوسېږي، بي بي سي ته وویل، "موږ ته ویل شوي چې له سیمې وتلو ته ځانونه ژر تر ژره چمتو کړو".

د تلویزون انځورونه ښيي چې د جوسو ښار په ابارکي سیمه کې ژغورونکې ډلې د چورلکو په مرسته خلک د کورونو له بامونو را پورته کوي.

د سېلاوونو له کبله ګڼ کورونه او ګاډي اوبو وړي او اوبه د سیند له څنډو تر اتو کیلومترو لرې اوښتې دي.

د این ایچ کې په نامه د جاپان یوه رسنۍ وايي د توچیګي په ځینو برخو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰۰ میلي مترو زیات باران شوی، چې د عادي حالاتو په پرتله دوه برابره زیات دی.

د فوکوشیما په ګډون د جاپان ختیځ او شمال ختیځ ډېرو نورو سیمو ته هم د هوا د خرابوالي په تړاو خبرداری ورکړل شوی دی.

د توکیو د برېښنا او انرژۍ ادارې (ټیپکو) یوه ویاند ویلي دروند باران د سیمې د اوبو رسولو سیستم ته هم زیان اړولی دی.

ورته مطالب