د هنګري پوځ د کډوالو کنترولولو لپاره پوځي تمرینونه کوي

Image caption د پنجشنبې پر ورځ هنګري سره د اتریش پر پوله سلګونه نور کډوال ورسېدل.

هنګري په راتلونکې کې پر خپلې سوېلي پولې په ممکنه ډول د لوی شمېر کډوالو د کنترولولو په موخه پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

بوداپېست پلان لري چې د پولیسو د ملاتړ په موخه پولې ته پوځیان هم ولېږي.

سربیا سره د هنګري پولې ته هره ورځ زرګونه کډوال اروپا ته د ننوتلو په هیله ور رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پر پوله د یوه نوي ازغن تار د جوړولو چارې لا له وړاندې پیل شوی دي.

ټاکل شوې د هنګري پارلمان روانه اوونې پر پوله د لا جدي کنترول لپاره رایه ورکړي.

د بشري حقونو ډلو پر دغو پوځي پلانونو نیوکې کړې دي.

بله خوا په هنګري کې چارواکو ته ویل شوي چې ښايي هېواد ته یې تر راتلونکې اوونۍ ۴۰ زره نورو کډوال ورسېږي.

Image caption د یونان حکومت په یوې بېړۍ کې ۲۵۰۰ نور کډوال د لیسبوس له ټاپو څخه د دغه هېواد مرکز ته ولېږدول.

د اتریش او هنګري پر پوله د بي بي سي خبریاله بیتني بېل راپور ورکوي چې سیمې ته سلګونه نور کډوال رسېدلي او دا چې تېره شپه ۳۵۰۰ کسان اتریش ته اوښتي.

ډېری کډوال له جنګ ځپلو سیمو لکه سوریې او لیبیا تښتېدلي او هڅه یې دا ده چې د هنګري له لارې د اروپايي ټولنې بډای هېوادونو جرمني، اتریش او سویډن ته ځانونه ورسوي چې نسبتا په اسانه ډول پناه غوښتونکي مني.

په نورو پرمختګونو کې:

  • د پنجشنبې پر ورځ (سپتمبر لسمه) د یونان حکومت په یوې بېړۍ کې ۲۵۰۰ نور کډوال د لیسبوس له ټاپو څخه د دغه هېواد مرکز ته ولېږدول.
  • تر دې مخکې ډنمارک له جرمني سره خپلې ټولې د اورګاډي اړیکې ودرولې او د ګاډو یوه لویه لاره یې هم په موقتي ډول وتړله، وروسته له هغه چې پولیسو سلګونه هغه کډوال ودرول چې غوښتل یې پر پوله ځانونه سویډن ته ورسوي. خو کډوالو موافقه وکړه چې ډنمارک کې نوملیکنه وکړي او چارواکو هم اوس د اورګاډو د بیا روانولو ژمنه کړې.
  • د ایرلنډ حکومت اعلان کړی چې څلور زره کډوال مني.
  • اروپايي ټولنې تر دې مخکې وړاندیز کړی و چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه دې ۱۲۰ زره نور کډوال ومني.
    Image caption یوه ډله کډوال له جرمني څخه ډنمارک ته ننوتل چې له کبله یې یوه لویه لاره وتړل شوه.

ورته مطالب