د م. م پر ودانۍ د فلسطیني بیرغ جګولو په ملاتړ پرېکړه

د انځور حقوق Reuters

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې پر خپلې ودانۍ د فلسطیني بیرغ د پورته کولو لپاره د ۸ مخالفو رایو په مقابل کې په ۱۱۹ اکثریت رایو د تایید رایه ورکړه.

۴۵ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د دې پرېکړې له مخې چې د رایو په اکثریت ونیول شوه، د دوو هيوادونو ، فلسطین او هولی سي هېوادونو بیرغونه چې د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري د غړو هېوادونو له بیرغونو سره ورپېږي.

په ملګرو ملتونو کې دفلسطین استازي وویل دا یې د هېواد د غښتلتیا پر لور بل ګام دی. خو اسرایل وایي د فلسطیني دولت جوړېدو ښه لاره د خبرو اترو له منځه تېرېږي.

دا د فلسطیني ادارې د دیپلوماتیکو هڅو د بریا یوه برخه ده، چې له ۱۹۶۷ کال راهیسې د یوه خپلواک حکومت د جوړېدو هلې ځلې کوي.

په دې پرېکړې سره به د فلسطین بیرغ هم لکه د دایمي غړو هېوادونو د بیرغونو په څېر د ملګرو ملتونو پر ودانۍ ورپېږي.

له رایو ورکولو وړاندې، په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني ادارې استازي ریاض منصور وویل، د عمومې غونډې دا پرېکړه به د فلسطیني حکومت د جوړېدو په ملاتړ کې یو بل ګام وي.

اسرائیلو د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته ویلي وو، چې د فلسطین دغه غوښتنه ونه مني، همدا وو چې امریکا هم د اسرائیلو ملاتړ وکړ.

د روان کال په لومړیو کې، د فرانسې پارلمان په اکثریت رایو فلسطین ته د یوه خپلواک هېواد پېژندلو په پلوۍ رایې ورکړې. که څه هم دا یوه نمایشي رای اچونه وه، خو فلسطین ته یې ډېر معنوي ارزښت ورکړ.

وړاندې د بریتانیا پارلمان، ایرلنډ او اسپانیا هم ورته ګامونه واخیستل.

د انځور حقوق Reuters

سویډن هم د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژانده.

د اروپايي ټولنې ډېری غړو هېوادونو له فلسطین د رسمیت پېژندلو له چارې په څنګ تېر شوي.

تر اوسه د نړۍ تر ۱۳۰ ډېرو هېوادونو فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندلی دی.

ورته مطالب