"کېدای شي راتلونکو دوو ورځو کې ۴۰۰۰۰ کډوال جرمني ته واوړي"

د انځور حقوق AP
Image caption په لسګونو زره پناه غوښتونکي چې ډېری د سوريې دي له ترکيې څخه د بالکان او هنګري له لارې جرمني، اتريش او سويډن ته ځي

د جرمني چارواکي وايي کېدای شي په راتلونکو دوو ورځو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کډوال جرمني ته ولاړ شي چې د تېرې اوونۍ د پای په پرتله دوه برابره ډېر دي.

ښکاري ډېری له دغو کډوالو به جنوبي ښار مونيخ ته لاړ شي خو ويل کېږي داسې وېره ده چې دغه ښار به ونشي کړای په دومره لوی شمېر کډوال ځای کړي.

چارواکي وايي شاوخوا ۴۰۰۰ عسکر په جرمني کې د لوژستيکي مرستو لپاره ګومارل شوي او د سوریې کډوالو دغه هېواد د پناه غوښتلو لپاره تر ټولو غوره ځای بولي.

په تېر اګست مياشت کې د جرمني حکومت اعلان کړه چې د سوريې کډوالو د اوسېدو غوښتنليکونو به د دې سربېره چې لومړی کوم هېواد ته تللي ومني.

په لسګونو زره پناه غوښتونکي چې ډېری د سوريې دي له ترکيې څخه د بالکان او هنګري له لارې جرمني، اتريش او سويډن ته ځي.

په تېرو څو اوونيو کې لسګونه کسانو په دې موخه چې ځان اروپا ته ورسوي د مديترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د کډوالو د سازمانونو په وينا له ۴۰۰۰۰۰ زياتو کسانو په تېر يوه کال کې دا خطر پر ځان منلی چې د دې سمندر څخه وا وړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټاکل شوې ده چې د لندن په کډون د اروپا په څو ښارونو کې د کډوالو په پلوۍ مظاهرې کېږي
د انځور حقوق Le Manh Hung

د ملګرو ملتونو په وينا د دې کډوالو څخه ۲۰۰۰۰۰ يې جرمني او څه د باندې ۱۰۰۰۰۰ يې ايټاليا ته رسېدلي دي.

تېره اوونۍ په زرګونو کډوال جرمني ته رسېدلي وو او د دې هېواد د مونيخ ښاروال ډايتر ريټر د جرمني له نورو سيمو د نويو کډوالو لپاره د اوسېدو ځايونو برابرولو په اړه د مرستې غوښتنه کړې وه.

راپورونه وايي حکومت غواړي داسې قانون جوړ کړي چې له مخې یې وکولای شي د کرايي هغه کورونه چې څوک په کې نه اوسېږي کډوال په کې مېشت کړي.

همدا ډول د کډوال سره د خواخوږۍ په اړه لاريونونه به په اروپا کې د اوونۍ په پای کې تر سره شي.

د هنګري لومړي وزير ويکټور اوربن له اروپايي ټولنې غوښتي چې د سوريې له همسايه هېوادونو سره د درې ميليارده ډالرو مرسته وکړي چې د هغو کسانو سره چې د جګړې له امله بېځايه شوي مرسته وکړي.

دی وايي د ترکي، لبنان او اردون سره مرسته به وکولای شي اروپا ته تلونکو پناه غوښتونکو په شمېر کې کموالی راولي.

بل خوا ويل کېږي د کډوالو پر ضد لاريونو هم کېدونکي دي.

د انځور حقوق Getty

هنګري ونشوای کولای چې ۱۵۰۰۰۰ کډوالو ته ځای برابر کړي او له راتلونکې اوونۍ که څوک په غير قانوني ډول دې هېواد ته ورشي بنديان کېږي.

په هنګري کې د چارواکو او کډوالو تر منځ لانجې مخ په زياتېدو دي او ويل کېږي په زرګونو کډوال غواړي د يونان له لارې شمالي او ختيځې اروپا ته لاړ شي.