هند کې د ګازو ډبې چاودنې ۸۹ کسان وژلي

د انځور حقوق S. Niyazi

هند کې پولیس وايي د دغه هېواد مدهیه پردېش ایالت یوه رستورانت کې د ګازو ډبې چاودیدو له کبله ۸۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

رستورانت د بسونو یوه تم ځای ته څېرمه موقعیت لري، چې پکې معمولاً ګڼه ګوڼه وي.

د چاودنې پر مهال رستورانت کې د ښوونځیو زده کونکي او دفترونو کارکونکي په سباناري بوخت وو. مرستندویه کارکونکي په لاسونو خاورې خځلې لرې کوي، چې ژوندي پاتې کسان ومومي.

د چاودنې له زوره رستورانت ته څېرمه یو شمېر ودانیو ته هم زیان اوښتی. د پولیسو یوه ویاند ویلي، ښايي د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.

د مدهیه پردېش ایالت یوه خبریال ایس نیازي ویلي، هوټل ته څېرمه په یوه هټۍ کې د اورلوبو توکي ځای پرځای شوي وو، چې د ډبې په چاودېډو سره دغو توکو هم اور واخیست.

د دغه ایالت اعلی وزیر د وژل شویو له کورنیو سره دوه سوه زره هندۍ کلداې او له ټپیانو سره د درملنې په موخه د ۵۰ زره هندۍ کلدارو نغدي مرستې ژمنه کړې ده.

د انځور حقوق S. Niyazi

چاودنه ګهیځ مهال د ناشتې پرمهال شوې ده، چې ډېر خلک پکې راټول شوي وو.