د اسلامي همکارۍ سازمان د سوريې کړکېچ په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې د اسلامي همکارۍ سازمان (او آی سي) نن (سپتمبر ۱۳) د سعودي عربستان په جدې ښار کې د سوریې د ګډوالو د کړکې[ په تړاو بېړنۍ ناسته وکړي.

د دغه سازمان درې غړي هېوادونه اردن، ترکیه او لبنان دمګړۍ ۴ میلیونو سوریې کډوالو ته غېږ پرانیستې ده.

خو سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه په دې تړاو تر نیوکو لاندې دي.

د جمعې په ورځ (سپتمبر ۱۱) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له ۲ میلیون ډېر سوريايي ګډوال په دغه هېواد کې شته دي. خو د خبریالانو په وینا په دغو شمېرو کې ډېر شک او ګمانونه موجود دي.

د اسلامي همکاریو غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان انګېرلې ده که د سوریې کورنۍ جګړه همداسې دوام وکړي د روان کال تر پایه به د دغه هېواد یو میلیون نور کسان هم بې ځایه شي.

د انځور حقوق Getty

له دې مخکې په سوریه کې د بشري مرستو همغږۍ کوونکی یعقوب الحلو له بېلابېلو هېوادونو غوښتنه کړې وه چې تر هرې کچې چې کولی شي د سوریې له بې ځایه شویو سره چې مالي ستونزې لري مرستې وکړي.

نوموړی وايي، که د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار ونه شي په راتلونکې اونۍ کې به ډېرې کورنۍ بې ځایه شي.

د نوموړي په وینا، د دغو شرایطو دوام به په اروپا کې د پناه غوښتونکو وضعیت داسې یو پړاو ته ورسوي چې یوازې د دویمې نړیوالې جګړې له وروستیو کلونو سره به د پرتلې وړ وي.

د سوریې له کورنۍ جګړې نه د ۴ کلونو په تېرطدو سره د دغه هېواد شاوخوا نیمايي وګړي ۲۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

د انځور حقوق AP

له ۴ میلیونو ډېرو وګړو نورو هېوادونو ته پناه وړې.

ملګري ملتونه د سورې د بې ځایه شویو کسانو وضعیت د معاصر وخت بدترین انساني کړکېچ بللی دی.

ورته مطالب