ترکیه کې د بمي چاودنې له کبله ۲ پولیس وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption کردي ډلې په ترکیه کې د تلاشۍ په یوې پوستې کې د بمي چاودنې له کبله دوه پولیس وژلي او ۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي

د ترکیې سویل ختیځ د تلاشۍ په یوه پوسته کې د بم چاودنې له کبله ۲ پولیس وژل شوي.

د ترکیې امنیتي ځواکونه وايي، کردي ډلې په ترکیه کې د تلاشۍ په یوې پوستې کې د بمي چاودنې له کبله دوه پولیس وژلي او ۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې سرچینې په وینا، دغه بم چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و د ترکیې په سویل لویدیځ کې د تلاشۍ په پوسته کې ورته چاودنه ورکړل شوه.

ویل کېږي د دغه برید عاملین غرونو ته تېښتېدلي او د دوی د نیولو لپاره سیمې ته چورلکې استول شوې دي.

له همدې سره ترکیي څواکونو د دیاربکر سیمې ته د تګ راتګ د بندیز په اړه خبر ور کړی دی.

تېره ورځ (۱۲ سپتمبر) د ترکیې دولت د جزیرې ښار ته د تګ را تګ ۸ ورځنی بندیز لغوه کړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ویل کېږي د دغه برید عاملین غرونو ته تېښتېدلي او د دوی د نیولو لپاره سیمې ته چورلکې استول شوې دي

د ترکیې پوځ د کردستان د کارګر ګوند (پي کې کې) ځواکونو پر وړاندې د عملیاتو تر سرکولو لپاره د سویل ختیځ په دغه ښار کې چې ډیری وګړي یې کردان دي د تګ راتګ بندیز لګولی و.

د روان کال په جولای میاشت کې د ترکیې څواکونو او د پي کې کې ډلې ترمنځ د اور بند له ماتېدو راهیسې له سلو ډېر ترکي امنیتي سرتېري وژل شوي.

ورته مطالب