"د بنکاک پېښې مهم بريدګر ترکيې ته تښتېدلی"

د انځور حقوق Other
Image caption د تايلند پوليسو د دغه کس چې عبدالستار عبدالرحمان نومېږي عکس خپور کړی دی

د تايلنډ پوليس وايي د بنکاک بمي بريد تر ټولو مهم شکمن بريدګر د ترکيې پلازمېنې استانبول ته تللی دی.

تېره اوونۍ د تايلند پوليسو د دغه ۲۷ کلن کس چې عبدالستار عبدالرحمان نومېږي او د چين د شينجيانګ ولایت اوسېدونکی دی، د نيول کېدو حکم ورکړی و.

د اګست پر ۱۷ د تايلند پلازمېنه بنکاک کې له ايروان زيارت سره نژدې بمي بريد شوی و چې له کبله يې ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰ زيات ټپيان شوي وو.

بل خوا د ماليزيا پوليس وايي د بنکاک بريد په تړاو يې دری کسان نيولي چې دوه يې ماليزيان او يو پاکستانی دی.

د دې هېواد د پوليسو مشر خالد ابوبکر ويلي څو ورځې وړاندې يې دغه کسان نيولي چې پوښتنې او ګروېږنې ترې روانې دي.

دی وايي دغه شکمن کسان به تايلند ته نه لېږل کېږي، د ماليزيا پوليس به ترې پلټنه کوي.

د انځور حقوق Other
Image caption په دغه بريد کې بريد بهرني سيلانيان هم وژل شوي و چې د بريتانيا، اندونيزيا، چين، هانکانګ، ماليزيا او سنګاپور اوسېدونکي وو

تراوسه د دغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو د تايلند پوليسو يې پړه پر يوه ډله چې په هغو کې بهرنيان هم شامل دي اچوي.

د تايلنډ پوليس وايي د بمي بريد په تړاو يې دوه شکمن کسان چې یو ادام کرادګ چې د سنکيانګ او بل يوسفو مريلي چې د چين اوسېدونکی دي هم نيولي دي.

وړاندې د تایلنډ د پوليسو مشر ويلي وو چې دغه بريد د يوه کس کار نه دی او د دې هېواد لومړي وزير پرايوت چان اوچا، دا د دې هېواد پر وړاندې تر ټولو ناوړه بريد بللی و.

پوليسو وړاندې د شکمن بريدګر کاږلی انځور هم خپور کړی و او له خلکو يې غوښتي وو چې په پيداکولو کې يې مرسته وکړي.

په دغه بريد کې بريد بهرني سيلانيان هم وژل شوي و چې د بريتانيا، اندونيزيا، چين، هانکانګ، ماليزيا او سنګاپور اوسېدونکي وو.

ورته مطالب