ملتان کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

Image caption وړاندې پولیسو ویلي وو، چاودنه د ریموټ کنټرول په مټ شوې ده.

د پاکستان پنجاب ایالت ملتان ښار کې چاودنې ګڼ کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

پولیس وايي، چاودنه هغه مهال وشوه، چې یو موټرسایکل له یوه بل کوچني موټر سره، چې چاودېدونکي توکي پکې بار وو، وجنګېد.

وړاندې پولیسو ویلي وو، چاودنه د ریموټ کنټرول په مټ شوې ده.

پولیس د پېښې پلټنه پیل کړې ده.

د پنجاب ایالت دغه سوېلي سیمه کې ۱،۱ میلیون کسان اوسېږي.

چارواکي وايي، د اوو کسانو مړي او تر شپېتو ډېر ټپیان روغتون ته وړل شوي.

د ملتان چارواکي وايي، زما په اند په دې چاودنه کې ۱۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.

د ملتان د ښاري پولیسو مشر اظهر اقبال ویلي، چاودنه په وهاړي څلورلاري کې شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید غندلی او د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف ته یې د پېښې د هر اړخیزې څېړنې امر کړی.

ورته مطالب