'ایران کې ولې پر حجاب سربېره جنسي ځورونې ډېرې دي؟'

د انځور حقوق Getty

د بریتانیا 'ګارډین' ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې 'ایران کې ولې د حجاب سربېره جنسي ځورونې ډېرې شوې دي؟' خپور کړی دی.

موضوع په ایران کې د هغو نجونو او ښځو د جنسي ځورونې معلومات خپاره شوي، چې حجاب لرونکې دي او له کوره بهر د واټونو پرسر ځورول کېږي.

دغې ورځپاڼې له ځینو ایرانۍ نجونو سره د مرکو پربنسټ دا راپور چمتو کړی، چې وايي په پرله پسې ډول جنسي ځورول کېږي.

یوې پکې ویلي، د ایران پلازمېنې تهران په زړه ک ېله کوره د کار پر لور په لاره کې له بېلابېلو جنسي ځورونو سره مخامخېږي.

دوی وايي، تر ډېره د تهران په شمال کې د ګاندي او اردن د واټونو په اوږدو کې نجونې زیاتې ځورول کېږي.

ورځپاڼې د یوې پوښتل شوې ایرانۍ نجلۍ له قوله ویلي، هره ورځ له کوره بهر ایرانۍ نجونې د جنسي اذیت ښکار کېږي، چې په وینا یې دا کار د 'نجونو د ښکار' په موخه کېږي.

پوښتل شوې وايي، د ایران پلازمېنه تهران اوسمهال د نجونو د جنسي ځورونې سیمه ګرځېدلې ده، چې ځوانان او زلمیان د پوچو الفاظو په ویلو، یا په ناوړه نظر نجونو ته په کتلو او یا اشارو او شپېلک وهلو دوی ځوروي.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

ځینو پوښتل شویو دا هم ویلي، چې کله واټ ته ورسېږي، هلکان شپیلک ورته وهي او یا دا چې ورنژدې شي نو زلمیان له لیرې د هوا په ماچي کولو سره دوی ځوروي.

'ګارډین' زیاتوي، ځینو نجونو ورته ویلي، ځینې هغه ځوانان چې موټر لري، پر نجونو پسې وي او له دوی غواړي چې موټر کې ورسره سپرې شي.

د انځور حقوق AFP

ورځپاڼه زیاتوي، پ دا ډول کړنو کې د ایران هغه نجونې هم خوندي نه دي، چې د لوېدیځ په څېر جامي اغوندي، خو تر ډېره حجاب لرونکې نجونې هم ترې خوندي نه دي.