اوباما ساعت جوړوونکی احمد محمد سپینې ماڼۍ ته بللی

احمد محمد (کیڼ لاس ته) هیله لري چې یوه ورځ په ماساچوسټ انستېتوت کې شامل شي د انځور حقوق
Image caption احمد محمد (کیڼ لاس ته) هیله لري چې یوه ورځ په ماساچوسټ انستېتوت کې شامل شي

د امریکا ټیکساس ایالت پولیسو پرېکړه کړې د هغه ۱۴ کلن مسلمان هلک خلاف به دوسیه نه جوړوي، چې کور کې د جوړ شوي ساعت له ښوونځي ته وړلو وروسته پولیسو نیولی و.

ایرونګ کې د ماک ارتهر نومي ښوونځي مسوولینو پر دغه ساعت د بم ګومان کړی و او له پولیسو یې مرسته غوښتې وه.

خو د ساعت جوړونکي هلک احمد له نیول کېدو وروسته سختې نیوکې وشوې او له احمد سره د خواخوږۍ څرګندونه وشوه.

ولسمشر بارک اوباما هم د ساعت ستاینه کړې او احمد یې سپینې ماڼۍ ته بللی دی.

د نوموړي ماشوم کورنۍ په دې باور ده، چې ماشوم یې د خپل نوم له کبله نیول شوی دی. د ایروینګ پولیسو ادارې مشر لیري بویډ ویلي:

'موږ له ځايي مسلمانانو سره خورا ښه اړیکي لرو او دغه ډول پېښې د ننګونو په بڼه مخې ته راځي. موږ غواړه زده کړو، چې څنګه مخکې لاړ شو او دغه ډول پېښې نه مثبت اړخونه څنګه ومومو.'

د احمد له نیولو کېدو وروسته د هغه لاسونو ته ځولنې اچولې شوې او د ګوتو نښانونه یې اخیستل شوي، خو کله چې معلومه شوه کوم خطر نه لري، هغه خوشی کړل شو.

د ' ای سټانډ ود احمد ' له هېشټیګ سره زرګونو کسانو پر ټویټر د احمد د ساعت ستاینه کړې او د هغه نیول کېدو په اړه یې پوښتنې راپورته کړې.

د انځور حقوق
Image caption د احمد په لاس جوړ شوي ساعت کې تارونه نښلول شوي، چې له سرکټ نه تر ډیجیټال ډسپلې پورې غځیدلي دي

دغو کسانو کې د ناسا ساینسپوهان، د فېسبوک مارک زکربرګ او د امریکا ولسمشر باراک اوباما شامل دي.

ولسمشر اوباما په خپل ټویټر پیغام کې لیکلي 'شاباس احمده! ډېر ښه ساعت دې جوړ کړی، ایا سپینې ماڼۍ ته د دغه ساعت راوړل غواړې؟ موږ باید ستا په څېر ماشومان وهڅوو، چې ساینس یې خوښ شي. دغه ډول کاروونه له امریکا نه یو ستر هېواد جوړوي.'

احمد وايي کور کې یې ساعت جوړ کړی و او د انجنرنګ ښوونکي ته یې د ښوولو لپاره له ځان سره ښوونځي ته وړی و.

هغه وايي ښوونکي یې ورته مبارکي وویله، خو تر څنګ یې ورته توصیه وکړه، چې دغه ساعت کوم بل ښوونکي ته و نه ښيي.

احمد وايي وروسته له ساعت نه د زنګ غږ راغی او یوې ښوونکې وویل، چې دا خو بم معلومیږي.

د احمد په لاس جوړ شوي ساعت کې تارونه نښلول شوي، چې له سرکټ نه تر ډیجیټال ډسپلې پورې غځیدلي دي.

له دې وروسته احمد له ټولګي بهر کړل شو او څلورو پولیسو او سر ښوونکي ورنه پوښتنې ګروېږنې وکړې.

وروسته ښوونځي په یوه اعلامیه کې وویل ' موږ خپلو زده کونکو او کارکونکو ته ویلي، چې د مشکوکو څیزونو لیدو په صورت کې مسوولین خبر کړي'.

Image caption د احمد په نامه یو ټویټر ګڼون (اکونټ) هم جوړ شوی

د محمد پلار محمد الحسان محمد، چې سوداني نژاد دی وايي، چې زوی سره یې د هغه د نوم او ۱۱ سپتامبر له کبله نامناسب چلند شوی دی.

د امریکن اسلامک ریلیشن شورا عالیه سلیم هم د نوموړي دغه خبره مني.

هغه وايي:

'که د هلک نوم احمد محمد نه وای دغه ډول پوښتنې به نه پورته کېدې. هغه یو فعال او ځیرک ماشوم دی او غواړي له خپلو ښوونکو سره یې شریک کړي.'

Image caption د نوموړي ماشوم کورنۍ په دې باور ده، چې ماشوم یې د خپل نوم له کبله نیول شوی دی