روحاني: له هېڅ هېواد سره د جګړې غوښتونکي نه یو

د انځور حقوق AP

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا له "سي بي اېس" تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، په ایران کې د "مرګ پر امریکا" هدف امریکايي ولس نه دی.

نوموړی وايي، ایرانیان د امریکا خلکو ته دروانی لري او له هېڅ هېواد سره د جګړې غوښتونکي نه دي.

خو د ایران ولسمشر پخپله مرکه کې ویلي: "دغه ناره چې پورته کېږي، د امریکايي ولس پرضد نه ده، زموږ ولس د امریکايي ولس درناوی کوي."

حسن روحاني زیاتوي "د ایران خلک له هېڅ کوم دولت سره د جګړې هڅه نه کوي."

نوموړی ټیګار کوي "خو د امریکا سیاست د ایراني ولس د ملي ګټو پرضد و، له دې پوهېدلی شو چې خلک په دې اړه حساسیت لري او د نارو په تکرارولو یې ښکاره کوي."

د ایران ولسمشر زیاتوي "کله چې خلک د شاه پرضد راپورته شول، د امریکا متحدو ایالتونو تر مرګه د شاه ملاتړ وکړ. او له عراق سره په اته کلنه جګړه کې امریکایانو د هغه وخت عراقي ولسمشر صدام حسین ملا وتړله."

دی وايي "خلکو دا ټول نه دي هېر کړي. موږ خپل تېر وخت نشو هېرولی، خو باید خپل ټول پام پر راتلونکي ورټول کړو."

په تهران کې د سي بي اېس خبریال سټیو کرافټ له ښاغلي روحاني سره مرکه کړې ده.

دغه خبریال وايي، په ایران کې د جمعې د لمانځه پرمهال "مرګ پر امریکا" او "مرګ پر اسرائیلو" نارې وهل کېږي.

نوموړي دا هم ویلي، چې په هېواد کې یې د "مرګ پر امریکا" نارې وهونکو هدف د امریکا ولس ته زیان رسېدل نه دي.

روحاني وايي، دغه نارې د ایران پروړاندې د امریکا متحدو ایالتونو د تګلارو د غبرګون په توګه دي.

دا څرګندونې له یوه امریکايي تلوېزیون سره د "۶۰ دقیقې" په نامه پروګرام یوه راخیستل شوې برخه ده، چې ټوله مرکه به یې وروسته خپره شي.

د انځور حقوق AP
Image caption روحاني وايي، دغه نارې د ایران پروړاندې د امریکا متحدو ایالتونو د تګلارو د غبرګون په توګه دي.

په تېر اپریل کې، د امریکا متحدو ایالتونو له ایران سره ددغه هېواد د اتومي پروګرام په تړاو یوه هوکړه وکړه، چې پر ایران د بندیزونو د کمولو په مقابل کې به تهران خپل اتومي اتومي پروګرام محدودوي.

څارونکي وايي، په امریکا کې ډېری خلک په دې اند دي چې ایرانیان لاهم له خپل هېواد سره مینه لري چې ښکاره دلیل یې "مرګ پر امریکا" شعارونه تکرارول دي.

د انځور حقوق BBC World Service