جان کیري د سوریې کړکېچ ته دېپلوماتیک حل غواړي

د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اروپا په سفر دی او د خبرو اترو لویه موضوع به یې هم د سوریې کړکېچ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري غږ کړی چې د سوریې کړکېچ ختمولو لپاره دې له نوي سره دېپلوتیکې هڅې وشي.

نوموړي په لندن کې له خبرو اترو وروسته وویل چې په اند یې د اسلامي دولت نومې ډلې سره د جګړې په تړاو د روسیې تازه دریځ دې ته لار هواروي چې د دغه کړکېچ حل لپاره سیاسي لارې چارې ولټول شي.

جان کیري وویل دا موضوع جدي ده ځکه اروپا کې د کډوالو اوسني کړکېچ تر ټولو لوی لامل د سوریې تاوتریخوالی دی.

اروپايي ټولنه چې د کډوالو پر سر سره وېشلې راتلونکې اونۍ په دې اړه بېړنۍ ناسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اروپا په سفر دی او د خبرو اترو لویه موضوع به یې هم د سوریې کړکېچ وي.

په برېتانیا کې له خپل سیال فېلېپ هامنډ سره له خبرو اترو وروسته نوموړي وویل

"موږ پر دې سره سلا شو چې د دغې کړکېچ ختمولو لپاره څومره بېړني غبرګون ته اړتیا ده او دا چې د حل لپاره یې باید کوم هېوادونو سره ګډه همکاري وکړي"

نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو کړکېچ د حل لپاره مهمه ده چې سرچینه یې ولټول شي، او د نوموړي په وینا سرچینه یې د سوریې کړکېچ دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption ه څلورو کلونو زیاته موده وشوه چې د سوریې حکومت د اسلامي دولت ډلې په ګډون له بېلا بېلو یاغي ډلو سره په جګړه کې ښکېل دی.

له څلورو کلونو زیاته موده وشوه چې د سوریې حکومت د اسلامي دولت ډلې په ګډون له بېلا بېلو یاغي ډلو سره په جګړه کې ښکېل دی چې په سوریه او ګاونډي هېواد عراق کې یې پراخه سیمه تر ولکې لاندې ده.

ښاغلي کیري وویل روسیه اوس تر پخوا ډېره ژمنه ښکاري چې د داعش ماتولو لپاره هڅې وکړي او دا یو ښه فرصت دی چې دغې کړکېچ ته د یوه دېپلوماتیک حل لټولو لپاره ګام پورته شي.

نوموړي وویل

"موږ خبرو اترو ته تیار یو. ایا ولسمشر اسد او حکومت یې چمتو دی؟ ایا روسیه دې ته چمتو ده چې ولسمشر اسد خبرو اترو ته اماده کړي؟"

ورته مطالب