ایران کې سیلابونو ۱۰ کسان وژلي

د انځور حقوق ISNA
Image caption د تهران په لویدیځ کې هم د سخت باران له کبله کورونه له اوبو ډک شول.

د ایران په څو ولایتونو کې د تېز باران له کبله سخت سیلابونه را وتلي او د یوشمېر کسانو د وژل کېدو لامل شوی.

د ایراني چارواکو په وینا، د سیلابونو د راوتو له کبله تهران کې ۶ کسان او په هرمزګان ولایت کې ۴ کسان وژل شوي.

په دغه پېښه څو تنه ټپیان شوي او یو شمېر کسانو د لا درکه کېدو رپوټونه هم خپاره شوي دي.

اړونده چارواکو ویلي، د جمعې د ورځې د سخت ورښت له کبله او د تهران له شماله د اوبو د څپو راماتېدل د امام رضا د سرک د بندېدو لامل شو چې له کبله یې د 'توابع پاکدست' او رامین کلیو ترمنځ ۶ تنه ووژل شول.

د تهران په لویدیځ کې هم د سخت باران له کبله کورونه له اوبو ډک شول.

په هرمزګان ولایت کې هم سخت باران د 'فیني رودخانه' یاغي کړه دوه مېرمنې او دوه ماشومان یې په اوبو کې ډوب کړل.

ایراني چارواکو ویلي، د یوې کورنۍ ۵ غړي چې د جمعې په ورځ د واده له مراسمو وروسته د فیني رودخانې ته تللي وو چې د شپې په تیارې کې له سخت سیلاب سره مخامخ شول او ۴ تنه یې ووژل شول چې یو ۱۲ تنکی ځوان په کې ژوندی پاتې شوی.

په مازندران ولایت کې هم سخت باران د دې لامل شو چې یو لوی پل مات کړي او د دغه پل د ماتېدو له کبله ۴۰ موټر له پل په اوښتو نه دي توانېدلي.

ورته مطالب