م.م: د ملاریا ناروغۍ له امله د مړینو کچه ۶۰ سلنه ټيټه شوې

د انځور حقوق PA
Image caption په دې رپوټ کې ویل شوي په ۱۳ هغو هېوادونو کې چې په ۲۰۰۰ کال کې د ملاریا ناروغۍ پېښې په کې وې په ۲۰۱۴ کال کې په کې د ملاریا هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې

د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسېف په یوه رپوټ کې وايي له ۲۰۰۰ کال راهیسې د ملاریا ناورغۍ له امله په نړۍ کې د مړینو کچه ۶۰ سلنه ټیټه شوې او د څه باندې ۶ مېلیونو مړینو مخه نیول شوې ده.

په دې رپوټ کې ویل شوي په ۱۳ هغو هېوادونو کې چې په ۲۰۰۰ کال کې د ملاریا ناروغۍ پېښې په کې وې په ۲۰۱۴ کال کې په کې د ملاریا هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې او په شپږو نورو هېوادونو کې د ملاریا ناروغۍ په پېښو کې لس سلنه کموالی راغلی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشرې ډاکټرې مارګریټ چن د ملاریا ناروغۍ په پېښو کې د کموالي په اړه بي بي سي ته وویل:

"سیاسي ژمنتیا، د ټاکلو برخو تمویل او له شته سرچینو نه سم کار اخیستل و چې موږ دومره ښه پرمختګ کړی خو لا هم اوږده لار په مخکې لرو، ځکه نو موږ باید خپلې چارې همداسې وساتو چې وکولی شو له ګڼو ښځو او ماشومانو سره د ملاریا ناورغۍ نه د ژغورنې په برخه کې مرسته وکړو"

خو له دې سره سره په افریقا کې اوس هم د ملاریا د ناروغۍ پېښې ډېرې دي او هره دقیقه یو ماشوم د ملاریا ناورغۍ له امله مري.

په افریقايي هېوادونو کې د ملاریا ناروغۍ په هکله د یوې څیړنې په پایله کې ویل شوي چې د ګټورو اقداماتو له امله په افریقا کې د نژدي ۷۰۰ مېلیونو پېښو مخنیوی شوی په دې مانا چې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۵۰ سلنه کمې شوې چې ستر لامل یې د پشه خانو کارونه په ګوته شوې ده.

Image caption بریتانیا یو له هغو هېوادونو دی چې په دې برخه کې یې ډېره پانګونه کړې ده.

بریتانیا یو له هغو هېوادونو دی چې په دې برخه کې یې ډېره پانګونه کړې ده.

د بریتانیا د نړیوالو پرمختیاو وزیره جسټن ګرینینګ وايي د بریتانیا او نورو هېوادونو له مرستې پرته شونې نه وه چې د ملاریا پرضد دومره لویه لاسته راوړنه ترلاسه شي.

نوموړې وویل:

"دا لاسته راوړنه د بریتانیا په څېر هېوادونو له مرستې پرته شونې نه وه، موږ پر دې لاسته راوړنې ډېر ویاړو، موږ د پشه خانو په برخه کې ډېره پانګونه کړې او په ډېرېدونکي ډول موږ د ملاریا درملو او واکسینونو ته پاملرنه زیاته کړې چې اغیزه یې خورا ډېره ده"

د نمیبیا په ګډون د افریقا اته هېوادونه هوډ لري چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په بشپړه توګه د ملاریا ناروغۍ مخه ونیسي.

د نمیبیا چارواکي وايي دا به یوه بد مرغي وي که له دې وروسته په افریقايي هېوادونو کې د ملاریا ناورغۍ د مخنیوي په اقداماتو کې کمښت راشي.

د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي وايي په ملاریا د نه اخته کېدو تر ټولو ښه، ارزانه او اسانه لار د پشه خانو د کارونې ده.

په همدې حال کې بریتانوي چارواکو ډاډ ورکړی چې دوی به د ملاریا ناورغۍ په مخنیوي کې خپل مخکښ رول ته دوام ورکړي او داسې دارو درمل او واکسینیونه به جوړ کړي چې په یو ځل کارونه به یې د تل لپاره په ملاریا ناورغۍ د اخته کېدو مخنیوي وکړي.

ورته مطالب