اپل وايي چین کې انټرنېټي برید پرې شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption دا لومړی ځل دی، چې د اپر پل اپل سټور دا ډول لوی انټرنېټي برید کېږي.

د ټکنالوژۍ امریکايي شرکت 'اپل' ویلي، په چین کې ځینې آیفون او آیپډ کاروونکي له یوه یوه مخرب پروګرام سره مخامخ شوي، چې اپل دا یو انټرنېټي برید بللی، خو اوس اپل هڅه کوي چې ددغه برید مخه ډب کړي.

دغه اڼترنېټي برید په چین کې د آیفون او آیپډ ځینې څښتن د اپلېکېشنونو له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د اپر پل اپل سټور دا ډول لوی انټرنېټي برید کېږي.

د امریکا دغه لوی ټکنالوژیک شرکت ویليو هکرانو د اپلیکیشنونو د خرابولو لپاره داسې یو مخرب پروګرام جوړ کړی، کاروونکي یې کارولو ته هڅوي.

دغه پروګرام (X کوډ ګوسټ) نومول شوی، چې په مټ یې هکران کولی شي له اپل توکو ډېټا ترلاسه کړي.

اپل وايي، په چین کې د آیفون او آیپډ ګڼ کاروونکي د اپلېکیشنونو کارولو له ستونزو سره مخامخ شوي، خو تر ډېره یې اغېز پر وي چټ اپلیکیشن کړی، د موسیقۍ ډاونلوډول یې له ستونزو سره مخامخ کړي.

د اپل شرکت یوې ویاندې کریسټین موناګان په یوه برېښنالیک کې ویلي، اوس دغه مخرب پروګرام د دوی له اپل سټوره غورځول شوی دی:

".موږ له اپل سټور نه هغه اپلیکیشن لیرې کړی، چې په دغه مخرب انټرنېټي برید کې زیانمن شوی و. موږ له خپل کارپوه ټیم سره هڅه کوو چې X کوډ سمه بڼه کاروونکو ته وړاندې کړو چې دوی به وکړای شي خپل اپلېکشنونه پرې ورغوي."

"هېڅ ډېټا نه ده لوټل شوي"

د انځور حقوق PA
Image caption د "وي چټ بلاګ" پر رسمي وېبپاڼې راغلي، تر ډېره د دوی زوړ ورژن ( WeChat 6.2.5)زیانمن شوی، او پر نورو بڼو یې هېڅ اغېز نه دی کړی.

د "وي چټ بلاګ" پر رسمي وېبپاڼې راغلي، تر ډېره د دوی زوړ ورژن ( WeChat 6.2.5)زیانمن شوی، او پر نورو بڼو یې هېڅ اغېز نه دی کړی.

دوی وايي، په لومړنیو ارزونو کې په ډاګه شوه، چې تر اوسه هېڅ ډېټا نه ده غلا شوې.

د روانې میاشتې په لومړیو کې، په چین کې د اپل تر ۲۲۵۰۰۰ ډېرو اکونټ کاروونکو (یوزر نومونه او پاسورډونه) د اڼټرنېټي غلو له خوا غلا شوي وو.

تر ډېره زیانمن شوي کسان په چین کې وو.

ورته مطالب