د یونان ټاکنې: سیپراس نوی ایتلافي حکومت جوړوي

الکسیس سیپراس د انځور حقوق Getty
Image caption الکسیس سیپراس په آتن کې د خپلې بریا مبارکي وویله

د يونان کيڼ اړخي سريزه گوند مشر په ټاکنو کې خپله بريا د خلکو برى وباله.

د پارلماني ټاکنو پايلې ښوولې چې دغه گوند له نورو هغو وړاندې دى خو د بشپړ پارلماني اکثريت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلى.

د پارلمان خپلواکو استازو هوکړه کړې چې په اېتلافي حکومت کې ورسره يو ځاى شي.

په ټاکنو کې سیریزا ګوند ۷۰ سلنه رایې وګټلې، او پارلمان کې یې ۳۵ څوکۍ خپرې کړې، خو مخالف ګوند یې ایله ۲۸ څوکۍ خپلې کړای شوې.

نوې ډېموکراسۍ په نامه زاړۀ پالي گوند په ټاکنو کې خپله ماته منلې.

د سريزا گوند مشر الکسیس سیپراس وويل د يونانيانو په وړاندې سخته لار پرته ده، او له مالي کړکېچه وتل يوازې په سخت کار شوني کېداى شي:

"موږ په ټينگه يوه سخته مبارزه پرمخ بوتله او نن زه احساس کوم چې دريځ مې توجيه شو. دا ځکه چې د يونان ولس يو روڼ ماموريت تر لاسه کړ چې په هېواد کې دننه او د باندې د خپل وياړ د ساتلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي. موږ د يونان بيرغ نه يواځې په يوناني ډگر کې بلکې د اروپا په نورو سترو ډگرونو کې هم اوچت کړ."

په تېر اگست مياشتې کې وړاندې له وخته ټاکنې هغه مهال اعلان شوې چې نړيوالو بسپنه ورکوونکو سره د نوې مالي مرستې تړون له لاسليک کولو وروسته، واکمن سريزه گوند په پارلمان کې خپل اکثريت له لاسه ورکړ.

د انځور حقوق b
Image caption ونګلیس میماراکیس - ښۍ خوا ته - د الکسیس سیپراس د بریا له کبله هغه ته مبارکي وویله

په ټاکنو کې د گډون کچه ٥٥ سلنه ښوول شوې.

د سريزا گوند د بري تمه کوله خو نه له دغه راز يوۀ توپير سره.

خو د سريزا گوند مشران وايي الکسیس سیپراس اوس په پياوړي دريځ کې دى ځکه د سپما د تدابيرو له منلو وروسته د ټاکنو پايلې د هغه د دريځ توجيه ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption په آتن کې د سیریزا ګوند ملاتړي

ورته مطالب