یوه سپي په دریو اونیو کې د اسکاټلنډ ژبه زده کړه

د انځور حقوق
Image caption د ټولګي ښوونکې ایلما مکارتر وايي جینجر ډېر ځیرک سپی دی

یو سپی، چې له خپل څښتن سره یې د ژبې زده کړې په ټولګي کې برخه درلوده، یوازې دریو اونیو کې د سکاټلنډي ژبې ځینې اصطلاحات زده کړې دي.

نیل سمیت ځپل څلورکلن سپی جینجر هم د اونۍ پای کې د دیونون یوې کلیسا ته د ژبې زده کړې ټولګي ته له ځان سره لېږداوه.

سمت وايي حیران شو، چې ویې لیدل سپی یې څومره ژر د ' کېنه، هلته اوسه، دلته راشه او ګلالی سپی ' په ځېر خبرو وپوهید.

د ټولګي ښوونکې ایلما مکارتر وايي جینجر ډېر ځیرک سپی دی.

د انځور حقوق
Image caption سمت او سپي یې د سکاټلنډي ژبې زده کړې لپاره د سکاټلنډ چرچ ته د ۲۳ نورو کسانو له ډلې سره ورتلل

سمت او سپي یې د سکاټلنډي ژبې زده کړې لپاره د سکاټلنډ چرچ ته د ۲۳ نورو کسانو له ډلې سره ورتلل. اوه شپته کلن سمت وايي سپی مې په داسې حال کې ماته هم ډېر باور راکړ، چې زه ډېر شرمندوکی کس وم او وايي د ملګرو په منځ کې او ان په کاله کې مې هم ځان ډېر ګوښی محسوساوه.

نوموړی وايي:

' د سکاټلنډي ژبې زده کړې بهر ته راوایستم، ډېر خلک مې ولیدل، تل مې غوښتل دغه ژبه زده کړم، ځکه انا مې همدغه ژبه ویله، خو بیا زموږ کورنۍ کې دغه ژبه پاتې نه شوه او اوس جینجر راسره مرسته کوي، چې زموږ کورنۍ کې دغه ژبه بېرته راژوندۍ شي.'

' جینجر ډېر ژر دغه ژبه زده کړه، یوازې درې اونیو کې یې زده کړه. دا ډېره ښه ده، ځکه اوس زه کولای شم ووایم، چې سپی مې په دوو ژبو پوهیږي. خلک هم فکر کوي، چې دا حیرانونکې ده او دې سره په ټولګي کې هم یو څه دلچسپي ډېره شوې ده. '