کډوالو کړکېچ: اروپايي وزیران د یوه خوله کېدو هڅې کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د مرکزي اروپا ځینې هېوادونه د اروپايي اتحادیې د ۲۲ غړو هېوادونو هغې غوښتنې سره مقاومت کوي، چې وايي یوه لازمي ونډه باید ومنله شي

اروپايي وزیران به یوه غونډه کې هڅه وکړي د هغو ۱۲۰۰۰ پناه غوښتونکو موضوع ته حل ومومي، چې نوي اروپا ته رسیدلي دي.

د مرکزي اروپا یوه ډله هېوادونه د اروپايي اتحادیې د ۲۲ غړو هېوادونو هغې غوښتنې سره مقاومت کوي، چې وايي یوه جبري ونډه باید ومنله شي.

هنګري چې پر دغې موضوع د مخالف مخکښ دی، وايي اروپايي پولې له ګواښ سره مخامخ دي.

د سلګونو زرو کډوالو راتګ د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو تر منځ ژور اختلافونه څرګند کړي دي.

برسلز کې به د کورنیو چارو وزیران په دغه غونډه کې د چهارشنبې ورځې له بيړنۍ سرمشریزې مخکې د یوه اتفاق رامنځته کولو هڅه وکړي.

د انځور حقوق AFPGetty
Image caption برسلز کې به د کورنیو چارو وزیران په دغه غونډه کې د چهارشنبې ورځې له بيړنۍ سرمشریزې مخکې د یوه اتفاق رامنځته کولو هڅه وکړي

د دوشنبې په ورځ د هنګري، پولنډ، سلواکیا او چیک جمهوریت تر منځ خبرو کې ټولو له اجباري ونډې سره مخالفت وکړ.

خو د چیک جمهوریت بهرنیو چارو وزیر لیوبومیر زاورالیک ټینګار کوي، چې څلور سره هېوادونه په بشپړه توګه د یوه حل موندلو ته ژمن دي.

که مخالفتونه دوام وکړي، وزیران کولای شي د یوه خوله رایو پر ځای د رایو په اکثریت سره یو جوړ جاړی رامنځته کړي.

که دوی داسې وکړي، بیا د کورنیو چارو وزیران کولای شي د اجباري وندې یوه طرح د رایو اکثریت پر ځای په شرایطو د برابرۍ پر اساس تایید کړي.

که څه هم اکثر هېوادونه د اکثریت رایو پلوي دي، خو لا هم د یوه جوړجاړي موندلو لپاره پراخې هڅې کوي.

د کورنیو چارو پر وزیرانو فشارونه دي، چې د چهارشنبې په ورځ د مشرانو له غونډې مخکې د خبرو لپاره یو چوکاټ ومومي.

مشران یوازې کولای شي د اتفاق پر بنسټ پرېکړې وکړي او دوی غواړي د پولو خوندیتوب او د منځني ختیځ له هېوادونو سره نورو مرسته ته پام وکړي، چې له هغه ځایه د سوري کډوالو جوپې هلته رسیدلې دي.