چین وايي د بهرنیو پانګوالو هرکلی او ملاتړ کوي

شي جین پینګ د انځور حقوق AFP
Image caption خبریالان وايي، شي جین پینګ او اوباما به پر انټرنېټي بریدونو او اقتصادي اصلاحاتو وغږېږي

د چین ولسمشر شي جین پینګ امریکا ته د سفر پرمهال ویلي، په چین کې د بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي.

ښاغلي شي د امریکايي شرکتونو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې چین کې به له بهرنیو پانګوالو سره عادلانه چلند کېږي او د انټرنېټي بریدونو پروړاندې به همکاري کوي.

دا امریکا ته د ولسمشر په توګه د ښاغلي شي لومړی رسمي سفر دی.

نوموړي وویل، د امریکا سیاټل ښار کې وویل، د چین کمونیستي ګوند اقتصادي اصلاحات ددغه هېواد خلکو ته دا وړتیا ورکړې ده، چې هوسا ژوند ولري.

ښاغلي شي د امریکا د سوداګریزو شرکتونو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې په چین کې به د بهرنیو پانګوالو ملاتړ کېږي.

دی به درې ورځې سیاټل کې وي، او بیا به له ولسمشر اوباما سره د خبرو لپاره واشنګټن ته ولاړ شي.

Image caption له ښاغلي شي سره د امریکا په سفر د هغه مېرمن پینګ لیون هم ملګرې ده

د چین ولسمشر هغه تورونه رد کړل، چې ګني هېواد یې د امریکايي کمپیوټري شبکو په هک کولو کې لاس درلود، خو ویې ویل چې له امریکا سره به په دې برخه کې همکاري وکړي.

امریکايي چارواکو له ډېر وخت راهیسې ادعا لرله، چې چین د امریکا انټرنېټي جاسوسي کوي، او ددغه هېواد هکرانو څو ځلې پر امریکايي اهدافو بریدونه کړي دي.

د چین د سکې (یوان) د نرخ ټاکلو په تړاو د انټرنېټي بریدونو تورونو او د چین د حکومت سیاست د امریکا او چین پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

ورته مطالب